...

سند طاس معاهده پاکستان لپاره د ريډ لائن حيثيت لري،هند په يک طرفه توګه دا معاهده نشي ختمولې،خارجه وزير

که نريندر مودي د پاکستان د برخې اوبه بند کړې نو پاکستان به سخت جواب ورکولو باندې مجبورا شي،اسحاق ډار
سند طاس معاهده پاکستان لپاره د ريډ لائن حيثيت لري،هند په يک طرفه توګه دا معاهده نشي ختمولې،خارجه وزير

سند طاس معاهده د پاکستان لپاره ريډ لائن حيثيت لري،اسحاق ډار

خارجه وزير اسحاق ډار د برطانيې دورې په مهال لندن کښې د پاکستان او برطانيې د وکيلانو فورم ته وينا کړېده،اسحاق ډار د ملک معاشي او امنيتي صورتحال په معاملو خبرې کړېدي ۔ خارجه وزير د هند لخوا د سند طاس معاهدې معطل کولو دعوې مسترد کړيدي او وئيلي ئي دي چې دا معاهده د نړي وال بنک په ثالثې کښې شوي وه هيڅ يو ملک په يک طرفه توګه دا معاهده نشي ختمولے۔ د اسحاق ډار وينا ترمخه سند طاس د پاکستان اتيا فيصده اوبو وسائل منظم کوي دا معاهده د څليريشت کروړ پاکستانيانو د ژوند او د مرګ مسئله ده د نريندر مودي لخوا د دې معاهدې معطل کول به د نړي وال قوانينو خلاف ورزي وي ۔ خارجه وزير خبر دارې ورکړېدے چې هندوستان د پاکستان د برخې يو څاڅکې اوبه هم نشي بندولے او نه ورته قانوني اختيار شته که چرې داسې وشول نو پاکستان به د دې سخت جواب ورکوي ۔

خارجه وزير اسحاق ډار خپله وينا کښې د پاکستان خلاف د هند د جارحيت ذکر هم کړېدے، وئيلي ئي دي چې هند حکومت بغير د څه ثبوت پهلګام حملو ذمه وار پاکستان ګرځولي وو او بيا ئې په عامه آبادۍ حملې هم وکړې خو پاکستان ورله داسې جواب ورکړې وو چې ټول عمر به ئې ياد ساتي ۔ اسحاق ډار واضحه کړيده چې پاکستان سيمه کښې امن او استحکام غواړي خو هيڅوک دې هم د امن خواهش د پاکستان کمزوري نه ګڼي د هر قسم خطرو او جارحيت به غاښ ماتې جواب ورکوؤ ۔ د برطانيې او پاکستاني وکيلانو دې دستورې ته وينا په وخت سند طاس اوبه بندول د هند آبي جارحيت ګرځولي دے، وکيلانو په دې معاهدې د عمل درآمد د تحفظ او په نړي وال فورم د پاکستان د اوبو د حقونو د وکالت لپاره قانوني ټاسک فورس د جوړولو اعلان کړېدے ۔ د برطانيې د دورې په مهال خارجه وزير اسحاق ډار د د پاکستان او افغانستان لپاره د برطانيې پارليماني انډر سيکرټري هميش فالکنر سره هم ليده کاته کړي وو او ورسره ئې د دواړو ملکونو اړيکو پراختيا،د سيمې سيکيورټۍ او کشمير مسئلې په معاملو خبرې کړې وې

Related Articles

برتانیا د افغانستان لپاره د زده کړې او مسلکي کار ویزې ځنډولې، د پناه غوښتنې د غوښتنو د زیاتوالي او د افغانستان د حکومتدارۍ او ثبات په اړه د اندېښنو په دلیل

March 7, 2026

په میرانشاه کې ځانمرګی برید؛ ۱۴ ملکيان ټپیان، روغتون بیړنی حالت اعلان کړ، څو ټپیان نازک حالت کې دي

March 7, 2026

د خلیج د هوایي فضايي محدودیتونو له امله د پاکستان د هوايي چلند سکتور ته ۲۰ میلیارده روپۍ زیان رسیدلی، او په لویو ښارونو کې د پروازونو او عملیاتو جریان اغیزمن شوی

March 6, 2026

کارپوهان د سیمې خطرونه روښانه کوي ځکه چې ترهګري، ډیپلوماتیک اړیکې، او د قدرت سیاست د جنوبي او منځنۍ آسیا د امنیت چوکاټ جوړوي

March 6, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.