تازه خبرونه

وزیراعلی علي آمین ګنډاپور خپل یو معاش سیلاب ځپلو ته د ورکولو اعلان

د اسمبلۍ غړي په خپل د ۷ اوو ورځو معاش، د ګریډ ۱۷ اهلکار به د دو ورځو، لومړي سکیل تر شپاړس پورې کارکوونکو معاش نه به یوه ورځ او د کابینې وزیران به د ۱۵ ورځو معاش سیلاب ځپلو ته ورکړي
وزیراعلی علي آمین ګنډاپور خپل یو معاش سیلاب ځپلو ته د ورکولو اعلان

ګنډا پور په خپل بیان کښې ویلي دي چې وفاق به د سختو سیلابونو او بارانونو له امله وژل شویو کسانو کورنیو او نورو متاثره خلکو ته د وزیر اعظم د ځانګړي پیکج له مخې مالي مرستې هم ورکړي

خیبرپښتونخوا وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور له لوري د صوبې سیلاب ځپلو لپاره د لوی مرستې اعلان کړې دې، ګنډا پور اعلان کړې چې د سیلاب ځپلو لپاره به خپله د یو میاشتې معاش مرسته وکړي، او د کابینې وزیران به د ۱۵ ورځو تنخواوې ورکړي. .

د صوبایي اسمبلۍ غړي به د ۷ ورځو تنخوا، د ۱۷ سکیل او له هغه پورته مامورین به د ۲ ورځو تنخوا، او د ۱ څخه تر ۱۶ سکیل پورې کارکوونکي به د یوې ورځې تنخوا د سیلاب ځپلو لپاره د مرستې په توګه ورکړي.

ګنډا پور په خپل بیان کښې دا هم ویلي دي چې وفاق به د سختو سیلابونو او بارانونو له امله وژل شویو کسانو کورنیو او نورو متاثره خلکو ته د وزیر اعظم د ځانګړي پیکج له مخې مالي مرستې هم ورکړي.

وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور وویل چې د مرستو د شفاف کارونې لپاره به په صوبایي ډیزاسټر منیجمینټ اتهارټي (PDMA) کې ځانګړی بینک اکاونټ پرانیستل شي، چرته به چې د فنډ یوه یوه روپۍ حساب به موجود وي او ټول تفصیل به له ولس سره شریکولې شي. .

ده وویل چې د مردان ډویژن کمشنر او نورو چارواکو سره یې اړیکه نیولې او ډي سي صوابۍ ته یې ځانګړې لارښوونه کړې ده په اغېزمنو سیمو کښې دې د ریسکیو چارې په خپله وڅاري ترڅو اغیزمن اولس سره سمدستي مرستې وشي. .

دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې د وفاقي کابینې غړو هم د خیبرپښتونخوا د سیلاب ځپلو لپاره د یوې میاشتې تنخوا مرستې اعلان کړی دې. .

دلته دا هم مهمه ده او باید یادونه وشی چې وزیراعظم شهباز شریف هم په خپل بیان کښې ویلي دي چې په دې سخت وخت کښې نه وفاقي او نه صوبایي توپیر شته، مونږ باید د اغېزمنو خلکو مرسته وکړو او ددوی ژوند بحالولو لپاره کار وکړو او باید ددوی سره مرستې او ددوی ژوند بیا پیل کول باوري کړو

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *