تازه خبرونه

جشن آزادي: متقي د ډار په نوم د خوښۍ او مبارکۍ پیغام رالیږلې

متقي د ډار په نامه د مبارکۍ پېغام
افغانستان د دوه اړخیزه سوداګرۍ، په سیمه کښې د امن او د اولسونو ترمینځ د رابطو او مینې زیاتولو لپاره د کار کولو ژمنه کړې

د افغانستان سفارت لوري په اسلام‌اباد کښې د پاکستان اسلامي جمهوريت د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پاکستان حکومت او ولس ته خپل صادقانه مبارکي وړندې کوي.

د پاکستان ۷۸مې د آزادۍ په ورځ د افغانستان اسلامي امارت چارواکي له لوري د خوښۍ او پیغام رالیږل یو ښه پرمختتګ دې.

په داسې ورځوکښې چې د پاکستان اولس او حکومت ددې هیواد ۷۸مه د آزادۍ ورځ په ډیرو خوښیو نمانځي، له ګاونډي هیواد افغانستان چارواکو لوري هم د پاکستان او اسحاق ډار په نامه د خوښۍ او مبارکي پیغام رالیږل شوې دې.

د بشپړ راپور ترمخه د افغانستان سفارت لوري په اسلام‌اباد کښې د پاکستان اسلامي جمهوريت د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پاکستان حکومت او ولس ته خپل صادقانه مبارکي وړندې کوي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي له لوري د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په نامه یو لیک کښې وایی چې مونږ خپله ټينګه ژمنه بيا تکراروو چې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ او همکارۍ اړيکې لا پياوړې کړو.

په دې خبرپانړه کښې وایی چې مونږ د سيمې د سولې، ثبات او هوساينې د ګډو هيلو د پوره کولو لپاره بشپړه ډاډ ورکوو.

په دې خبرپانړه کښې له افغانستان لوري ددې خبرې هم ډاډ ورکړل شوې چې دوی به د دوه اړخیزه سوداګرۍ، په سیمه کښې د امن او د اولسونو ترمینځ د رابطو او مینې زیاتولو لپاره کار وکړي.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې د پاکستان د آزادۍ او خپلواکي په ورځ له افغانستان ګاونډي هیواد څخه داسې پیغام او خبرپانړه راتلل یو ښه پرمختګ دې او داسې ګامونه به د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزه سوداګرۍ او سیاسي اړیکو کښې د لا زیاتوالي او ښه کولو باندې تمام شي.

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *