...

د خیبر پښتونخوا حکومت لوري د ریاست په ضد بیانیه

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی څو ورځې وړاندې د ریاست ضد بیانونه خپاره کړل، بیا د اپریشن ملاتړ هم وکړو.
کې دا ډول هڅې د دولتي ادارو د محدودولو او بدنامولو یوه منظم سازش دې خو بیا امنیتي سرچینو وایی چې دوی به د درواغو دا پروپیګنډې بریالۍ نه کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند او پی ټي ایم د ریاست ضد بیانونو څخه د هند رسنیو هم ګټه پورته کوي او د پاکستان ریاست او حکومت په ضد بې بنیاده او د درواغو خبرونه خپروي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په قوم او فعل کښې فرق دې، وزیراعلی ګنډاپور یو ځل ی د باجوړ اپریشن په ضد بیان وکړو، بیا ی د پوځي اپریشن ملاتړ وکړو.

د امنیتي چارو شنونکي زیاتېدونکې اندېښنه څرګندوي چې د خیبر پښتونخوا حکومت هڅه کوي د پوځ ضد احساسات او له ملتپالو لوري کیسې داسې وکاروي چې دا بیانونه او هحې د ترهګرۍ ضد عملیات کمزوري کړي او وسله‌والې ډلې، په ځانګړې توګه د کالعدم تحریک طالبان پاکستان ډلې ته ګټه ورکړي او دا به ترهګره ډله نوره هم بیاوړې کړي.

دا اندیښنې او بحثونه هغه وخت زیات شو کله چې د جولای په ۲۸ مه د پاکستان تحریک انصاف صوبایي حکومت له وفاقي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ۱۵ ورځو په موده کې پوځیان له قبايلي ضلعو څخه وباسي. د تېرو څو اونیو راهیسې د پي ټي آی صوبایي مشران او فعالان په ټولنیزو رسنیو کې د باجوړ او نورو سیمو د پوځی عملیاتو پر ضد داسې څرګندونې کوي چې د ریاست او حکومت په ضد ځي او دې سره به ترهګرو ته ګټه ورسي.

په ټولنیزو رسنیو روان د پروپیګنډې مهم

د څېړونکو په وینا دا پروپیګنډه هماغه مهال پرمخ وړل کېږي چې په سیمه کې د ترهګرو بریدونه زیات شوي دي. په اصل کې دا ډول هڅې د دولتي ادارو د محدودولو او بدنامولو یوه منظم سازش دې خو بیا امنیتي سرچینو وایی چې دوی به د درواغو دا پروپیګنډې بریالۍ نه کړي.
د یو راپور له مخې، د تحریک انصاف پورې اړوند ګڼ ټولنیز رسنیز اکاونټونه داسې فعالیتونه کوي چې د دولتي ادارو بدنامولو لپاره کارول کېږي. په وروستیو ورځو کې د باجوړ عملیات د پلمې په توګه داسې انځورونه خپاره شوي چې یا خو ډېر زاړه وو یا د پاکستان له کوم بل ځای سره تړاو نه درلود. د بېلګې په توګه د باجوړ په یوه مذهبي مشر د وژل کېدو پر ضد زاړه لاریونونه د پوځ ضد مظاهرو په نوم وړاندې شول.

د پي ټي آی حکومت متضاد دریځونه

که وکتل شي، د خیبر پښتونخوا صوبایي مشرتابه روښانه او یو اړخیز دریځ نه دی نیولی. علي امین ګنډاپور په پیل کې د باجوړ عملیاتو او د دولتي ادارو پر ضد څرګندونې وکړې، خو وروسته یې بیا د عملیاتو ملاتړ وکړ. د پي ټي آی مشران او فعالان د دولتي ادارو په اړه بې باوري خپروي.

په صوبایي حکومت د سرپرستۍ لاندې په جوړو شویو جرګو کې په ښکاره توګه د عملیاتو پر مهال د خلکو د کډوالېدو مخالفت شوی او له افغانستان سره د خبرو غوښتنه شوې وه، چې د کارپوهانو په وینا، دا ډول غوښتنې د ترهګرو لپاره د سرحدي سیمو د پټنځایونو په جوړولو کې هم کارېدلی شي.

د پي ټي ایم او هندي سوشل میډیا پانړو منفي فعالیتونه

نن سبا د پي ټي آی له دغو تګلارو سره یو ځای د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان هم پر پاکستاني پوځ نیوکې کوي. په ټولنیزو رسنیو کې د پي ټي ایم پورې تړلي حسابونه او نور فعالان اوسني عملیات د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر ځای د قومي او ژبني مسلو په چوکاټ کې وړاندې کوي.

د پاکستان د امنیتي ننګونې

تحریک طالبان پاکستان چې د افغانستان د طالبانو د حکومت په شتون کې یوه پیاوړې ډله ګرځېدلې، په تېرو دوو کلونو کې یې د خیبر پښتونخوا په سرحدي سیمو کې خپلې حملې زیاتې کړي دي. هدفي وژنې، د پیسو زورونې او پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.

وفاقي حکومت تر اوسه کوم رسمي او علني غبرګون نه دی څرګند کړی، خو چارواکي خبرداری ورکوي چې که د امنیتي تګلارې ته د انتخاباتي ګټو لپاره سیاسي رنګ ورکړل شي، بغاوت کوونکي به بیا خپلو خوندي پټنځایونو ته د ور ستنېدو موقع پیدا کړي او صوبه به د هغې بې‌ثباتۍ پر لور بوځي چې د ۲۰۰۰ لسیزې په منځ کې د بغاوت پر مهال لیدل شوې وه.

لکه څنګه چې د دښمن عناصرو بریدونه زیاتېږي، نو له دې سره پاروونکې څرګندونې، بې‌اساسه معلومات او پروپاګند هم خپرېږي چې هېواد د بې‌ثباتۍ پر لور بیايي.

د امنیتي کارپوهانو په وینا، سره له دې چې خطرونه ډېر دي، پاکستان د لومړۍ ورځې راهیسې د ترهګرو پر ضد مبارزه کې کلک ولاړ دی. د دوی په اند، اصلي ننګونه دا ده چې سیاسي او شخصي ګټې د ملي مبارزې کمزوري نه کړي او د دولتي ادارو او ولس تر منځ داسې همغږي وي چې د دولت مخالفو کسانو ته د بیا منظم کېدو فرصت پیدا نه شي.

Related Articles

پاکستان د انرژۍ د سپما لپاره د انلاين درسونو او ګډ (هایبرډ) کار کولو طرحه تر غور لاندې نیولې، ځکه چې د نړیوالو اکمالاتو اندېښنې او د منځني ختیځ زیاتېدونکي تاوتریخوالي فشار زیات کړی دی

March 6, 2026

د پاکستان JF-17 تھنډر جنګي الوتکه د نړیوالو دفاعي صادراتو مهمه برخه ګرځېدلې، او په بهر کې یې د څو میلیارډ ډالرو تړونونه ترلاسه کړي

March 5, 2026

د یوې جاپاني ښځې د AI انیمي کرکټر سره سمبولیک واده د ډیجیټل اړیکو او اخلاقي حدودو په اړه بحثونه بیا راپورته کړل

March 5, 2026

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي

March 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.