تازه خبرونه

د ښه او بدو طالبانو بیانیه: تورونه ، حقیقت او شالید

د امنیتي سرچینو له مخې په هیواد کښې پخواني د پاکستان تحریک انصاف حکومت پر مهال ځینو سختدریځو عناصرو ته په خیبر پښتونخوا کې د بیا مېشتېدو اجازه ورکړل شوه
د ښه او بدو طالبانو بیانیه: تورونه ، حقیقت او شالید

پخواني د پی ټي آیی حکومت څخه چې کومې تیروتې شوي او ترهګر ی یو ځل بیا په دې سیمو کښې آباد کړل،وس دوی په موجوده حکومت د خپل تیروتنو تورونه لګوي.

په دې وروستیو کښې بعضې پښتون ملتپاله او انارکسټ ډلو په ریاست دا تور پورې کړې چې ګواکې د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو په اړه د یو جواز جوړولو لپاره د “ښو او بدو طالبانو” تر منځ فرق رامنځته کوي.
د کارپوهانو په وینا، دا بیان‌یه په اصل کښې د ترهګرۍ ضد روانو عملیاتو د کمزوري کولو لپاره یوه هڅه او سازش دې چې دا ډلې غواړي د ریاست په ضد کار وکړي او ریاست کمزورې کړي.

د امنیتي سرچینو له مخې په هیواد کښې پخواني د پاکستان تحریک انصاف حکومت پر مهال ځینو سختدریځو عناصرو ته په خیبر پښتونخوا کې د بیا مېشتېدو اجازه ورکړل شوه، خو په هغه وخت کښې د همدې ډلو له لوري پر دې تګلارې کوم ښکاره اعتراض و نه کړې شو.

دلته باید یادونه وشی چې په پخواني پي ټي آیی حکومت کښې چې کومې تیروتنې شوي نو د پي ټي آیی هغه انارشیست یعني بې قانوني او بې نظامي خوښوونکي وس غواړي چې خپل د ټولو تیروتنو تورونو په موجوده حکومت ور و تپي.

کارپوهان وايي، اوسنی انتقاد کوونکي هماغه سیاسي او فکري ډلې دي چې پخوا د دغو تګلارو برخه وه او په دې اړه چوپ پاتې شوي وو.

شنونکي زیاتوي چې د ترهګرۍ د پېښو پر وړاندې چوپتيا او د امنیتي ځواکونو د اقداماتو مخالفت بې طرفه چلند نه دی، بلکې له دې لارې ترهګرو ته په غیرمستقیم ډول ګټه رسېږي او حکومت او ریاست ته زیان رسولې شي.

کارپوهان دا هم وايي چې دا ډول بیان‌يې نه د سولې په ټينګښت کښې مرسته کوي او نه ریاست او حکومت قوي کولې شي ۔

دلته باید یادونه وشی چې وس اړتیا دا ده چې د ترهګرۍ پر ضد د ټولو ملي اقداماتو بغیر د څه فرق او بیانیې ملاتړ وشي ترڅو د د ولسي وګړو او امنیتي سرتېرو ژوند خوندي شی او د حکومت او ریاست لاسونه او واک نور هم قوی شي.

دلته دا هم باید یادونه وشي چې اولس باید هغه پروپیګنډا رد کړي چې قانون نافدوونکي ظالمان ښکاره کوي خو بل اړخ ته د وینو تویوونکي بخښي او دوی سپورټ کوي.

د ښو او بدو طالبانو بیانیه په هیواد کښې د امن راوستلو هڅو ته زیان رسوي او دې بیانیې سره د حکومت او ریاست واک کمزورې کوي چې دا د خپل اولس ژوند خوندي کړي او د ترهګرو په ضد اقدام وکړي

Related Articles

اسلام آباد د ډیپلوماټیک مرکز په توګه راڅرګندېږي؛ د امریکا او ایران خبرې د دوشنبې لپاره اټکل کېږي

April 18, 2026

د رحیمه بي بي قضیه د امنیتي ادارو هغه اندېښنې لا نورې هم پیاوړې کوي چې د ترهګرۍ په شبکو کې د ښځو کارول کېږي

April 18, 2026

ایران لا هم له امریکا سره د خبرو بل پړاو نه مني، سیمه کې تاوتریخوالی زیاتېدو اندېښنه شته

April 18, 2026

د قومونو په ژوند کې بدلون راځي؛ موږ هیله لرله، خو داسې ناڅاپي بدلون مو نه و تصور کړی

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *