تازه خبرونه

باجوړ امن جرګه:مشرانو له افغانستان څخه مهمه غوښتنه کړې

حکومت او سیکورټي ځواکونو خوارجو ډلو ته خبردارۍ ورکړې دې چې دوی دې سیمې څخه بهر شي، که خوارج سیمه نه پریږدي نو ددوی په ضد به ګام واخست

1 min read

باجوړ امن جرګه:مشرانو له افغانستان څخه مهمه غوښتنه کړې

د باجوړ امن جرګې مشر او پخواني پارلیمینټیرین هارون الرشید له افغانستان حکومت غوښتي چې د باجوړ امن په اړه دې دوی خپل کردار ولوبوي او دې ستونزه په هوارولو کښې دې افغان حکومت دوی سره مرسته وکړي.

August 9, 2025

د باجوړ امن جرګې مشرانو د پاکستان حکومت،فوځي مشرانو او په ځانګړې توګه له افغانستان څخه غوښتنه کړې ده چې په قبایلي سیمو کښې د امن راوستلو په اړه دې افغان حکومت خپل رول ولوبوي

د امنیتي سرچینو په وینا په قبایلي سیمو کښې عام اوس ترمینځ د کالعدم ټي ټي پي وسله وال شتون لري او په سیمه کښې ناامني راوستلو لپاره ترهګریز بریدونه کوي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې په دې لنډو تیرو ورځو کښې په باجوړ کښې د کالعدم ټي ټي پي په ضد سربکف عملیات ترسره شول

د خیبر پښتوخوا حکومت لوري په سیمه کښې د امن لپاره سیاسي او ځای قبایلي مشرانو سره د امن راوستلو لپاره د جرګو لړۍ پیل شوه. په باجوړ کښې هم د سربکف اپریشن په مهال د مشرانو جرګه جوړه شوه او دې مشرانو د وسله والو سره خبرې وکړې

بیګا د شپې د باجوړ امن جرګې مشر او پخواني پارلیمینټیرین هارون رشید له نور جرګې مشرانو سره رسنیو ته په خبرو کښې اوویل چې د سیمې مشران او نور وګړي به د امن لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړي

نوموړي اوویل چې د امن لپاره په دې خبرو کښې یو خنډ شته خو دوی هڅه کوي چې دا خنډ لرې کولو لپاره خبرو ته دوام ورکړي او دا ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

نوموړي اوویل او غوښتنه ی وکړه چې د افغانستان حکومت دې هم په دې ستونزه هوارولو کښې خپل کردار ادا کړي

نوموړي اوویل چې د باجوړ امن جرګې مشرانو شپه او ورځ یوه کړې وه او د امن لپاره ی خبرو ته دوام ورکړي ،زیاته ی کړه او ټینګار ی وکړو چې وس به هم د امن لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړي

نوموړي دا هم اوویل چې جنګ کول د ستونزو حل نه دې او باید د خبرو اترو له لارې د جنګ د ختمولو د حل لار را اوویستل شي او له جنګ او تاوترخوالي ډډه وشي.

دلته دا مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې امنیتي ځواکونو له لوري وسله والو ته خبردارۍ ورکړل شوې وو چې دوی دې سیمه پریږدي خو په ځواب کښې وسله والو ډلو ددې انکار کړې دې

وړمه ورځ دا خبر هم مخې ته راغلې چې صوبایی حکومت د باجوړ امن جرګې مشرانو ته درې مهم ټکي مخې ته ایښودلي وو، لومړي وسله وال خوارج چې زیات پکښې افغانان دي له سیمې اوباسي، که قبایل دا کار نه شي کولې نو بیا دې یوه یا دو ورځو لپاره دا سمې خالي کړي ترڅو امنیتي ځواکو ددې خوارجو په ضد ګامونه پورته کړي

دریم مهم ټکې دا وو چې که قبایل له سیمو هم نه شي تللې نو بیا دې هڅه وکړي چې د خوراجو په ضد عملیاتو کښې دې ځانونه خوندي کړي چې عام اولس ته کم زیان ورسیږي ځکه چې په سیمه کښې به د ترهګرو په ضد عملیات دوم وکړي

سرچینې وايي چې په باجوړ کښې د خوارجو دروغجنه دعوه بربنډه شوې ده او په باجوړ کښې د قبایلو او خوارجو په اړه د خبرو اترو په جریان کښې قصداً ګډوډي خپرېږي. د امنیتي سرچینو په وینا، د سیمې واقعي وضعیت دا دی چې خوارج د عامو خلکو په منځ کښې اوسېږي او د ترهګرۍ او جرمونو په فعالیتونو کې ښکېل دي

د چارواکو په وینا، له خوارجو او د دوی له مرسته کوونکو سره په حکومتي کچه د مذاکراتو هېڅ امکان نشته، تر هغه چې دوی په بشپړ ډول د ریاست اطاعت ونه مني

له خوارجو سره روان قبایلي جرګه، یوه منطقي هڅه ده، څو د عملیاتو نه مخکې د ولس تحفظ یقيني شي

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې د باجوړ امن جرګې مشران به نن د خالي په ورځ وزیراعلی هاوس کښې وزیراعلی علي امین ګنډاپور سره لیدنه کوي ترڅو د باجوړ او نورو قبایلي سیمو کښې د تل پاتې امن لپاره خبرې وشي

د امنیتي سرچنیو ترمخه په ترهګرو کښې زیات شمیر د افغان وګړو دې او هم دې له امله د باجوړ امن جرګې مشرانو هم له افغانستان څخه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان اسلامي امارت حکومت دې په دې اړه ګام پورته کړې او د کالعدم ټي ټي پي مشرانو سره دې خبرې وکړي ترڅو په باجوړ کښې د عملیاتو مخه ونیول شی او د عام اولس ژوند هم خوندي پاتې شي

Related Articles

په افغان چارواکو به د مالي او سفری بندیزونو نوې تګلاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د وسلو پر لېږد هم بشپړ بندیز لګوي

December 6, 2025

د افغان طالبانو مخالف ګروپ این ایم ایف دعوی کوی ډرون او زمکنی برید د هند د استخباراتو په مرسته په دوه‌ پړاوو کی پلان شو ې و

December 6, 2025

د مردان او سوات سی ټی ډی ټیم او نوښار پولیسو استخباراتي عملیات ترسره کړل؛ سختې نښتې وروسته د انتخاب عالم ډلې یو مهم کمانډر له منځه وړل شوی، وسلې هم نیول شوي

December 6, 2025

بیګا شپې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک سرحد یو بل د درنو ډزو کولو خبرونه خپاره شول،ویل کیږي دواړو لوري ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *