تازه خبرونه

مودي او نیتن یاهو تګلارې یو شان دي: عاصم افتخار

چې کشمیریان یوازې نه دي، پاکستان د دوی ترڅنګ ولاړ دی او تر هغې به اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ ته دوام ورکړي ترڅو چې دوی ته انصاف ورکړي: عاصم افتخار

1 min read

مودي او نیتن یاهو تګلارې یو شان دي: عاصم افتخار

سازمان تل له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د کشمیر شخړه د ملګرو ملتونو د منشور، د امنیت شورا د پرېکړو، او د کشمیریانو د هیلو مطابق حل شي: او آیی سي

August 7, 2025

د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان دایمي استازي، عاصم افتخار ویلي دي چې د هند وزيراعظم نریندرا مودي او د اسرایلو وزيراعظم بنیامین نیتن یاہو پالیسیو کې د اندېښنې وړ ورته‌والی دی. د ده په وینا، دواړه مشران په خپلو مقبوضه سیمو کې د ځایي وګړو د بې‌ځایه کولو هڅې کوي، هغه وایی چې که هغه کشمیر دې او که فلسطین ،په دې اړه د نیتن یاهو او مودي پالیسیو کې مشابهت دې.

دا څرګندونې نوموړي د کشمیر د یومِ استحصال شپږ کاله پوره کېدو په مناسبت نیویارک کې یوې ځانګړې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. دا غونډه د پاکستان دایمي مشن او د نیویارک قونصلګرۍ له خوا په ګډه جوړه شوې وه.

د غونډې ګډونوال او څرګندونې

په غونډه کې د کشمیر استازي ډاکټر آصف الرحمن، د ورلډ کشمیر اویئرنیس فورم جنرل سیکرتر ډاکټر غلام نبي ، او د اسلامي همکاریو سازمان د ملګرو ملتونو استازي سفیر حامد اوپیلویرو هم ګډون وکړو.

سفیر عاصم افتخار زیاته کړه چې مودي او نیتن یاہو دواړه د خپل تسلط لاندې سیمو د ډيموګرافۍ بدلولو هڅه کوي، ترڅو د ځایي خلکو اصلي غوښتنې وځپي او نړیوال تمرکز له اصلي مسئلو منحرف کړي. نوموړي وویل چې کشمیریان یوازې نه دي، پاکستان د دوی ترڅنګ ولاړ دی او تر هغې به اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ ته دوام ورکړي ترڅو چې دوی ته انصاف ورکړي.

عامر احمد اتاؤزی او د کشمیریانو مېړانه

قونصل جنرل عامر احمد اتاؤزی د کشمیري ولس د هندي یرغل پر وړاندې د زړورتیا ستاینه وکړه او ویې ویل، سره له دې چې هند ظلمونه کوي، خو د کشمیریانو حوصله کمزورې شوې نه ده.

د او آیی سي څرګندونې

د سفیر حامد اوپیلویرو وویل، سازمان تل له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د کشمیر شخړه د ملګرو ملتونو د منشور، د امنیت شورا د پرېکړو، او د کشمیریانو د هیلو مطابق حل شي.

ویبینار او نړیوال غبرګون

په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفارت لخوا جوړ شوي ویبینار کې هم د کشمیریانو د مبارزې په درناوي یوه دقیقه چپتیا اختیار شوه. په ویبینار کې سینیټر مشاهد حسین سید، پخواني سفیر منیر اکرم، او نړیوالې څېړونکې ډاکټر ویکټوریا شوفیلډ ګډون کړی و.

مقررینو د هند لخوا په مقبوضه کشمیر کې د نفوسو بدلون، سیاسي او قانوني انجنیرۍ، او د بشري حقونو څخه سرغړونې وغندلې، او خبرداری یې ورکړ چې دا اقدامات نه یواځې سیمه، بلکې د نړۍ امن ته هم ګواښ پېښوي.

نړیوالې غوښتنې او تشویش

سفیر منیر اکرم وویل، دا تازه پېښې د هند اصلي رویه نړۍ ته بربنډه کړې ده. اوس وخت دی چې د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو کمیسیون غوښتنه وشي او هند نړیوالو ته حساب ورکوونکی وګرځي.

په کاناډا کې هم غونډې ترسره شوي

په کاناډا کې د یوم استحصال کشمیر په مناسبت د پاکستان های کمیشن لخوا اوتاوا، مونټریال، ټورانټو، او وینکوور کې ځانګړي پروګرامونه ترسره شول. های کمیشنر محمد سلیم وویل چې هند به هیڅکله ونه شي کولای چې مقبوضه کشمیر جبري ډول خپل کړي. هغه زیاته کړه، د ۲۰۱۹ کال د اګست پنځمې نېټې اقدام د هند د اساسي قانون خلاف عمل اوبلل شو

Related Articles

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

په افغان چارواکو به د مالي او سفری بندیزونو نوې تګلاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د وسلو پر لېږد هم بشپړ بندیز لګوي

December 6, 2025

د افغان طالبانو مخالف ګروپ این ایم ایف دعوی کوی ډرون او زمکنی برید د هند د استخباراتو په مرسته په دوه‌ پړاوو کی پلان شو ې و

December 6, 2025

د مردان او سوات سی ټی ډی ټیم او نوښار پولیسو استخباراتي عملیات ترسره کړل؛ سختې نښتې وروسته د انتخاب عالم ډلې یو مهم کمانډر له منځه وړل شوی، وسلې هم نیول شوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *