متحده قامونو لخوا په طالبانو د بنديزونو په حواله جوړه کړي شوې کميټۍ مانيټرنګ ټيم په خپل سالانه رپورټ کښې وئيلي دي چې د پاکستان کالعدم ډلې بلوچستان لبريشن آرمي، مجيد بريګيډ او ټي ټي پي
يوبل سره نزدې همکاري کوي او په پاکستان کښې خونړي بريدونو کښې لاس لري ۔ رپورټ ترمخه د بلوچستان کالعدم تنظيمونو د مارچ په يوؤلسمه نيټه په ډرامائي توګه جعفر ايکسپريس هائي جيک کړي وو دا حمله د ترهه ګر ډلو صلاحيتونو او بريت کښې اضافه په ډاګه کوي ۔ رپورټ ترمخه دې حمله کښې د يرغمال کسانو په ګډون يوديرش کسان مړه شوي وو او ترهه ګرو دا حمله او د دې منصوبه بندۍ په ډيره منظمه توګه کړي وه ۔
ترهه ګر ډلې په افغانستان کښې منظم شويدي،رپورټ
د سلامتي کونسل په سالانه رپورټ کښې د کالعدم ټي ټي پي او داعش جنګيالو د هلو ځلو او بريدونو تفصيلې ذکر شوېدے ، رپورټ کښې وئيلي شويدي چې د پاکستان لخوا کالعدم ګرځولې شوي ډله ټي ټي پي خواؤ شا 6000 جنګيالي په افغانستان کښې موجود دي او افغان طالبان د دې جنګيالو مرسته کوي۔ رپورټ کښې دا انکشاف هم شوېدے چې په پاکستان د ټي ټي پي په حملو کښې اضافه راغلې ده او د دې حملو لپاره زياتره هغه وسله استعماليږي کومه چې امريکې د افغانستان نه انخلا کولو وروستو په کابل کښې پريښودې وه،رپورټ کښې دا هم وئيلي شويدي چې ټي ټي پي په بلوچستان کښې ترهه ګرو له تربيت ورکوي۔ د رپورټ په يوه برخه کښې ليکلي شويدي چې افغانستان کښې د طالبانو د حکومت څلور کاله پورا کيدو باوجود هم داعش او القاعده په افغانستان کښې منظم ده کومه چې د افغانستان د ګاونډي هيوادونو او منځني ايشيا لپاره لويه خطره ده ۔ رپورټ ترمخه د داعش ډلې خواؤ شا دوه زره جنګيالي د افغانستان په مختلف ولايتونو کښې موجوديت لري او دوي خپله ډله کښې د وسطي ايشيائي ملکونو او په خصوصي توګه د روس شمالي قفقاز او دې سيمو کښې حکومت نه ناراضه شوي ډلې د جنګيالو په حيث شاملوي او د پاکستان او افغان شريکې پولې سره نزدې علاقو کښې ئې تربيتي مرکزونه جوړ کړيدي۔
پهلګام حملې په حواله د پاکستان د موقف تائيد
د متحده قامونو د بنديزونو کميټۍ د مانيټرنګ ټيم په رپورټ کښې د پهلګام حملې ذکر هم شوېدے، رپورټ کښې وئيلي شويدي چې د هند حکومت د کوششونو باوجود د پهلګام حملې ذمه وارې قبولونکې ډلې
( ټي آر ايف) او د پاکستان کالعدم تنظيم لشکر طيبه د يو بل سره تعلق نه دې ثابت کړې، رپورټ کښې زياته کړي شويده چې ټي آر ايف ډلې وړومبې د پهلګام حملې ذمه واري قبول کړي وه ولې وروستو يي د دې حملې نه د لاتعلقۍ اظهار کړېدے،رپورټ کښې دا هم وئيلي شويدي چې داسې ګمان کيږي چې لشکر طيبه اوس ډير فعاله ډله نه ده پاتي ۔ د متحده قامونو سلامتي کونسل دا رپورټ د پهلګام حملې په حواله د پاکستان موقف صحيح ثابت کړېدے، اپريل مياشت کښې د مقبوضه کشمير پهلګام سيمه کښې په سيلګرو شوي حملې سمدستي وروستو هندواکمنو بغير د څه تحيقياتو د دې حملو ذمه وارې په پاکستان اچولې وه او الزام ئې لګولې وو چې دا بريد لشکر طيبه ډلې کړېدے، پاکستان که يو خوا د هند الزامات مسترد کړي وو نو بلخوا د پهلګام حملې په نړي وال سطح تحقيقات کولو لپاره ئې نريندر مودي انتظاميې ته وړانديز هم کړي وو ولې هند واکمنو د دې وړانديز مثبت جواب ورکولو په ځائې په پاکستان حملې کړې وې چې د هغې وروستو پاکستان هم د هند خلاف موثره او فوري جوابي کارروائي وکړه،دواړو ملکونو ترمينځ جنګي محاذ ګرميدو نه پس د امريکني صدر ډونلډ ټرمپ په دباؤ هندوستان د پاکستان سره جنګ بندۍ ته مجبورا شوې وو ۔