تازه خبرونه

پهلګام حملې ډرامه او ناکام آپريشن سندور، نريندرمودي په پارليمنټ کښې هم شرميدلې دے،د تباه شوؤ الوتکو ذکر کولو نه ئې ډډه کړې

اپوزيشن د پهلګام حملې او آپريشن سندور په حواله د مودي بيانيه مسترد کړېده، د جنګ بندۍ په حواله د مودي وضاحت ئې هم دروغ ګرځولي دے

1 min read

پهلګام حملې ډرامه او ناکام آپريشن سندور، نريندرمودي په پارليمنټ کښې هم شرميدلې دے،د تباه شوؤ الوتکو ذکر کولو نه ئې ډډه کړې

پهلګام حمله او آپريشن سندور د حکومت ډرامه وه، هند اپوزيشن

July 30, 2025

د هند پارليمنټ کښې د پهلګام حملې او د هغې نه پس د پاکستان خلاف د هند کارروائي او د دواړو ملکونو ترمينځ جنګ دوران شوي نقصاناتو په معامله درې ورځې مسلسل تود بحث شوي وو ۔ د هند دفاع او داخله وزيرانو بشمول نور حکومتي چارواکود اپوزيشن ډلو لخوا پورته کړي شوي سوالونو جوابونه ورکړي وو ولې اپوزيشن ممبرانو دغه جوابات مسترد کړي او وئيلي ئي دي چې حکومت که يو خوا آپريشن سندرو په معامله قام ته مسلسل دروغ وائي نو بلخوا په پارليمنټ کښې ئې هم د غلط بيانۍ نه کار اخستي دے ، د اجلاس دوران حکومتي ممبرانو او اپوزيشن غړو ترمينځ د سختو جملو تبادله هم شوي وه ۔ راهول ګاندي د پهلګام حملې او آپريشن سندور اصل صورتحال او د نقصاناتو مکمل تفصيلات د حکومت نه غوښتلي وو ولې حکومتي وزيرانو سره د اپوزيشن د غړو د سوالاتو هيڅ جواب نه وو ۔

مودي د پاکستان نه ويږي کنه د امريکې نه؟ راهول ګاندي

د پارليمنټ اجلاس دوران اپوزيشن ليډر راهول ګاندي وئيلي وو چې مودي سرکار د پهلګام د حملې نه پس مسلسل قام ته دروغ وائي او اوسه پورې ئې اصل حقيقت پټ ساتلي دے ۔ د هغه وينا وه چې صدر ټرمپ ۲۹ ځله دا خبره کړيده چې د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندي د هغه په کوشش شوي وه ولې مودي د دې دعوې نه انکار کوي خو په ډاګه امريکني صدر يا د هند پارليمنټ ته دا ولې نه وائي چې دې جنګ بندۍ کښې د امريکې هيڅ کردار نه وو ۔ خپل تقرير دوران راهول ګاندي د آپريشن سندور دوران د هند د الوتکو د تباهۍ معامله هم پورته کړي وه او وئيلي ئي دي چې د پارلمينټ په فلور حکومتي وزيران د الوتکو د تباهې په حواله د پاکستان دعوې دروغ ګني خو په اجلاسونو يا نړيواله رسنيو سره مرکو دوران د دې الوتکو د غورځيدو تصديق هم کوي۔ خپل تقريرونو کښې راهول ګاندي دا هم وئيلي دي چې پهلګام حملې په معامله حکومت بغير د څه تحقيقاتو يا شهادتونو په پاکستان الزامات ولګول او بيا ئې د پاکستان خلاف سندور آپريشن شورو کړو خو دلته سوال دا پيدا کيږي چې وزيراعظم مودي دغه جنګ ولې دومره زر بند کړو که په مودي د امريکې دباؤ نه وو نو بيا خو داسې معلوميږي چې حکومت د پاکستان د ويرې دا جنګ بند کړي وو کومه چې د هند دفاعي کمزورتيا په ډاګه کوي ۔ اپوزيشن ليډر راهول ګاندي پارليمنټ ته د وزيراعظم نريندر مودي د تقرير نه مخکښې بيا راپاسيدلې وو او خپل تقرير کښې ئې د حکومت په دفاعي او خارجه پاليسۍ سختې نيوکې کړې وې، د راهول ګاندي وينا وه چې د پهلګام حملو په معامله د حکومت سفارتي پاليسي دومره کمزورې شويده چې د نړۍ نور ملکونو هم د مودي بيانيه نه ده قبول کړے او د درې يا څلور ملکونو نه علاوه هيڅ يو ملک يا نړي وال طاقت پهلګام حمله کښې د پاکستان نوم نه دي اخستے ۔

اپوزيشن د پاکستان سره ملګرې شوېدے،نريندر مودي

نريندر مودي د هند پارليمنټ ته اوږد تقرير کړې وو ولې د اپوزيشن ډلو لخوا پورته کړي شوي د هيڅ يو سوال ئې تسلي بخش جواب نه دي ورکړے، وزيراعظم مودي آپريشن سندور کښې پاکستان ته لوئي زيان رسولو دعوي کړيده او وئيلي ئي دي چې دا آپريشن بند کړي شوي نه دي صرف په وقتي توګه اودرولي شوېدے ، د نريندر مودي تقرير خواؤ شا پاؤ کم دوه ګهنټې جاري وو ولې هغه د آپريشن سندور په وخت د پاکستاني پوځ لخوا راغورځولي شوے جنګي الوتکو هيڅ ذکر ونه کړوالبته پاکستان سره جنګ بندۍ کښې ئې د امريکې کردار منلې دے ، نريندر مودي الزام ولګوؤ چې کانګرس ګوند د پاکستان ملګرتيا کوي او د آپريشن سندور په رنګ په حساس او قامي سلامتيا په معاملو د پاکستان په حق کښې مسلسل بيانونه جاري کوي ۔

Related Articles

د استنبول په مذاکراتو کې د ترکي او قطر چې منځګړي وو، د پاکستان دریځ منلې خو د افغان طالبانو د ضد له امله دا مذاکرات پرته د کومې مثبتې پایلې ته ورسیدل

October 28, 2025

په کونړ سیند باندې بند تړلو منصوبه د شهید سرداود د واکمنۍ په مهال د هغه په ۵ کلنۍ منصوبه بندۍ کې شامله وه

October 28, 2025

سرچینې وایی د پاکستان دریځ چې افغان طالبان دې د تحریک طالبان پاکستان په ضد اقدم وکړي، افغان طالبان دا نه مني او نه تحریري ژمنه کوي

October 28, 2025

شهباز شریف د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده سره د پاکستان او سعودي عربستان اړیکې پیاوړې کولو او په یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې کړي

October 28, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *