تازه خبرونه

ټرانس افغان د اوسپنې پټلۍ پروژه یو لوی ګیم چینجر

د کال ۲۰۲۰ په ۲۹ د فرورۍ د امریکا او طالبانو ترمینځ په قطر دوحه کښې یو تړون وشو، دې تړون لاندې امریکا دا ژمنه وکړه چې دوی به له افغانستان څخه خپل فوځونه واپس اوباسي

1 min read

ټرانس افغان د اوسپنې پټلۍ پروژه یو لوی ګیم چینجر

د سي پیک په څیر افغان ټرانس د اوسپنۍ پټلۍ د افغانستان لپاره یو لوی اقتصادي ګیم چینجردې او بیا ددې پروژې کامیابۍ لپاره د افغانستان واکمن باید خپل فعال رول ولوبوي

د ټرانس افغان د اوسپنې رېل‌پټلۍ پروژه د د درې هیوادونو له یو بل سره د نښلولو لپاره یوه مهمه اقتصادي لاره ده. دا رېل پټلۍ شاوخوا ۷۶۰ کیلومتره اوږده ده او پلان شوې چې منځنۍ آسیا هیواد ازبکستان د ترمز ښار څخه به پیل شي، د افغانستان له مزارشریف او وروسته د افغانستان لوګر ولایت څخه به راتیره شي او د پاکستان کرمې ضلعې د خرلاچي سرحد له لارې به پاکستان ته داخله شي

دا پروژه به د منځنۍ آسیا، افغانستان، او جنوبي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، او اړیکو یوه نوې دروازه پرانیزي او په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره به د اقتصادي پرمختګ، پانګونې، او سیمه‌ ییز ثبات لپاره یو مهم ګام ثابت شي

د افغانستان په اهمیت ، په افغانستان کښې میشت افغان قوم په اړه د پاکستان قومی شاعر ډاکټر علامه اقبال یو مشهور شعر کښې ویلي دي

آسیا یک پیکرِ آب و گِل است،
ملتِ افغان در آں پیکر دِل است

د ډاکټر علامه اقبال په دې شعر کښې د افغانستان او د افغان قوم یو ځانګړي حیثیت په لور اشاره شوې ده

اقبال وایی چې آسیا د خاورو او اوبو جوړ یو بدن دې او په دې بدن کښې افغان ملت د یو زړه حیثیت لري نو دلته باید مونږ او تاسو فکر وکړو چې د افغانستان او د افغان قوم څومر لوی اهمیت دې او ددې لوی اهمیت او ارزښت څخه هیڅوک هم انکار نه شو کولې

خو د افغانستان هیواد اوپه دې هیواد کښې میشت افغان اولس دا لویه بدقسمتي ده یا ددې هیواد د واکمنو کمزوري ده چې افغانستان له تیرو څو لسیزو راهیسي د جنګ ښکار دې، د افغانستان په دې لنډي تیر تاریخ که نظر واچوو نو ددې ملک تاریخ د ډیر زیات سیاسي کړکیچونو او د نړیوال سازشونو ښکار شوې دې

په کال ۱۹۷۹ کښې په افغانستان کښې داسې سیاسي وضع او کړکیچ پیدا شو چې سوویت یونین، موجوده روس په دې هیواد یرغل وکړو او په لکونو شمیر کښې روسي فوځیان دې هیواد ته داخل شول خو ددې هیواد افغان ملت ددې روس په ضد ټوپک را اوچت کړو او ددوی پر ضد ی جنګ پیل کړو چې آخر ی هم روس ددې هیواد څخه په واپس وتلو مجبور کړو

په افغانستان کښې د روس جنګ پای ته نه وو رسیدلې چې په دې هیواد کښې کورنۍ جهګړې پیل شوې ،دې کورنیو جهګړو دې هیواد ته، ددې هیواد سیاست،اقتصاد او په ځانګړې توګه افغان اولس ته ډیر زیات زیان ورسولو او په لکونو شمیر کښې افغان وګړي ګاونډي هیوادونو ته په کډه کولو مجبور شو او نن هم په لکونو شمیر کښې افغانان په نورو هیوادونو کښې ژوند کوي

په کال ۲۰۰۱ کښې داسې سیاسي او امنیتي وضعیت پیدا شوې چې د امریکا په مشرۍ کښې په افغانستان باندې نیټو ځواکونو یرغل وکړو او تر شلو کالو پورې ی په دې هیواد کښې د افغان طالبانو پر ضد جنګ وکړو، طالبانو هم د نیټو ځواکونو پر ضد مبارزه پرې نښودله او د نیټو ځواکونو پر ضد ی جنګ ته دوام ورکړو

د کال ۲۰۲۰ په ۲۹ د فرورۍ د امریکا او طالبانو ترمینځ په قطر دوحه کښې یو تړون وشو، دې تړون لاندې امریکا دا ژمنه وکړه چې دوی به له افغانستان څخه خپل فوځونه واپس اوباسي

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډین په ۱۴ اپریل ۲۰۲۱ اعلان وکړو چې دوی به تر ۱۱ ستمبر کال ۲۰۲۱ پورې له افغانستان څخه خپل ټول فوځیان واپس کړي

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ کښې د نیټو ځواکونو واپس تلل او په افغانستان کښې د افغانستان اسلامی امارت حکومت راتللو سره په دې هیواد کښې امن راغلې دې خو بل اړخ ته افغان اولس وایی چې دا هیواد جنګونو ځپلې دې او په دې هیواد کښې ځایی اولس لپاره د مزدورې او کاروبار موقعې ډیرې کمې دي.

په داسې وخت کښې د افغانستان، د منځنۍ آسیا ګاونډي هیوادونو لکه ازبکستان او تاجکستان او بیا روسیه او دې اړخ ته ی پاکستان او چین ګاونډي هیوادونو په خپل مینځ کښې په ګډه داسې پروژې عملي کولې شي چې ددې ملک افغانستان راتلونکې روښانه کولې شي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې چین هغه هیواد دې چې غواړي خپل تجارتي توکي په آسانه او ارزانه لار منځنۍ آسیا او روس ته انتقال کړي ، هم دې لپاره پاکستان او بیا افغانستان داسې هیوادونه دې چې د چین تجارتي توکي دې هیوادونو ته په آسانه توګه د رسولو لپاره رول لوبولې شي او د چین سي پیک پروژه هم دې مقصد لپاره ده چې د پاکستان له لارې خپل ایکسپورټ پاکستان ،افغانستان او بیا منځنۍ آسیا او روس ته انتقال کړي

هغه شاعران په شعرونه کښې داسې وایی چې مینه چې له داړو لوري وي نو بیا ډیره کامیابه وي

وس که پاکستان ، افغانستان او دغه شان د منځنۍ آسیا هیوادونو ازبکستان او تاجکستان هم له خپل لوري مینه زیاته کړي نو ددې هیوادونو به یو لوی تجارتي ،سیاسي او اقتصادي بلاک جوړ شي او دې سره به ددې هیوادونو په اقتصاد ډیر مثبت اثر وشي

د افغانستان ګاونډي هیوادونو که دې هیواد کښې اقتصاد لپاره کار کوي نو ددې هیواد حکومتي واکمن هم باید په دې هیواد کښې د امن او ثبات راوستلو لپاره خپل کردار ولوبوي او داسې ډلو له په خپل هیواد کښې اجازه ور نه کړي چې ددې هیواد اولس او اقتصاد،امن او ثبات ته زیان ورسوي

دلته باید د افغان ټرانس د اوسپنۍ پټلۍ ذکر یو ځل بیا وکړم چې څنګه چې سي پیک پروژه یو ګیم چینجز ده بالکل هم داسې افغان ټرانس ریلوې ټریک پروژه هم ده خو ددې پروژې زیاته ګټه افغانستان لپاره ده ځکه منځنۍ آسیا څخه به توکي افغانستان ته راځي، افغانستان به خپل تجارتي توکي منځنۍ آسیا او دغه شان پاکستان ته لیږي چې دا به د افغانستان لپاره یو لوی ګیم چینجر ثابت شي او دا به د افغانستان په اقتصادي ګټه تمام شي

Related Articles

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي

December 7, 2025

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

په افغان چارواکو به د مالي او سفری بندیزونو نوې تګلاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د وسلو پر لېږد هم بشپړ بندیز لګوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *