د افغانستان اسلامي امارت ریس الوزرا او د پاکستان د مرستيال وزیراعظم اسحاق ډار تر منځ په پایه تخت کابل کښې مهمه لیدنه او په مهمو موضوګانو خبرې اترې شوي دي.
د امارت اسلامي افغانستان رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند، نن ماسپښين د پاکستان د مرستيال وزیراعظم او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار او ورسره مل پلاوي سره د کابل په صدارتي محل ارګ په ګلخان ماڼۍ کې ولیدل
ياد پلاوی د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې لپاره کابل ته راغلي دي
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې د امارت اسلامي د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي، د صدارت دفتر رئيس ډاکټر ملا عبد الواسع او د دواړو هېوادونو يو شمېر لوړ پوړو چارواکو ګډون وکړو

رئيس الوزراء د پاکستان پلاوي ته په دې مهمه موقع ښه راغلاست اوویل او هيله يې څرګنده کړه چې دا سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي لا پراخې او قوي کړي او دواړه ګاوندي هیوادونه به یو بل ته نور هم رانزدې کړي
په دغه موقعه کې اسحاق ډار د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو له خوا د مېلمه پالنې مننه وکړه او د پاکستان د وزیراعظم شهباز شريف د نېکو هيلو پيغام يې ور ورسول
نوموړي د اسلامي امارت ریس الوزرا الحاج ملا حسن آخند ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړه
اسحاق ډار وويل چې د تېر سفر پر مهال معاهدې په بریالتوب بشپړ شوي اومونږ خوښ يو چې د امارت اسلامي تر مشرتابه لاندې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخيز رېلوې پروژه لاسلیک شوه ، زیاته ی کړه او ټینګار ی وکړو چې دا پروژه به په سیمه ایز سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختيا لپاره په ډیره ګټه تمامه شي
نوموړي زیاته کړه چې د چين وروستي سفر پر مهال يې له چينايي چارواکو څخه د دې پروژې د ملاتړ غوښتنه کړې. اسحاق ډار هيله وښوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي به نورې هم ټينګې شي ترڅو چې راتلونکی نسلونه د ورورولۍ او يووالي په فضا کې ژوند وکړي
په دې موقع د اسلامي امارت رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند د شهباز شريف د نېکو هيلو پيغام ته خوښي وښوده او ويې ويل چې مونږ ته دا د خوښۍ ځای دی چې ستاسې تېر سفر مثبتې پايلې درلودې، او دعا کوو چې دا سفر هم بريالی شي او د دواړو هیوادونو په ګټو تمام شي

نوموړي د افغان کډوالو د بېرته راستنیدو په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجوده ستونزو د حل لپاره په ګډو هڅو ټینګار وکړ او ويې ويل چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ شوی تړون يو مهم ګام دی او امارت اسلامي به د دې پروژې د بريا لپاره هر ډول هڅه وکړي چې دا پروژه کامیاب کړي
هغه وويل چې د فشار او ګواښ له لارې ستونزې نه هواریږي بلکې د اخلاص، تفاهم، همکارۍ او ښه د ورورولۍ ګاونډيتوب له لارې ستونزې هواریدلې شي
په پای کې رئيس الوزراء د پاکستان د سفر بلنه په اړه شکریه ادا کړه او ويې ويل چې په مناسب وخت کښې به د پاکستان دوره وکړي