تازه خبرونه

د تبت روحاني مشر دلائي لامه د جانشين په معامله د چين او هند ترمينځ شخړه پيدا شوي،رائيټر خبري اداره

چين حکومت د دلائي لامه جانشين ټاکنې په حواله د هند واکمنو په بياناتو د افسوس اظهار کړېدے افسوس اظهار کړېدے
د تبت روحاني مشر دلائي لامه د جانشين په معامله د چين او هند ترمينځ شخړه پيدا شوي،رائيټر خبري اداره

دلائي معامله جانشينې معامله،هند او چين واکمنو بيانات

رائيټر خبري ادارے خپل يو رپورټ کښې وئيلي دي چې د چين او هند ترمينځ په پولو بيا تاؤ تريخوالې پيدا کيدو انديښنه ده، خبرې اداره وائي چې دا ځل د دواړو ملکونو ترمينځ کشيدګي د تبت روحاني مشر دلائي لامه د ممکنه جانشين ټاکنې په معامله رامخې ته کيدې شي، د رائيټر رپورټ ترمخه د دلائي لامه د 90 زيږون ورځ تقريباتو په هندوستان کښې شوي وو چې پکښې د هند وزيرانو او سرکاري چارواکو هم ګډون کړې وو،چين په دې تقريباتو کښې بهارتي حکومتي چارواکو په شرکت د تحفظاتو اظهار کړېدے ۔ دې نه علاوه د هند واکمنو د دلائي لامه د جانشينۍ متعلق هم بيانات جاري کړي وو چې پرې چين د خفګان اظهار کړې وو،د چين سفارتي ذريعو ترمخه د دلائي لامه جانشين به څوک وي دا د چين خپله کورنۍ معامله ده په دې کښې د هيڅ ملک مداخلت به ونه منو۔

بلخوا دلائي لامه څو وارې دا خبره کړيده چې د هغه د جانشينې په معامله کښې به د چين هيڅ کردار نه وي ۔ نوي دلي کښې د چين د سفارتخانې ترجمان وئيلي دي چې د تبت متعلق ټول مسائل ډير حساس وي خو هند دلائي لامه کارډ د چين خلاف استعمالولو کوشش کوي چې به ئې خطرناک نتائج رامخې ته شي ۔

دلته دا يادګيرنه کول هم ضروري دي چې د تبت موجوده روحاني مشر دلائي لامه کال 1959 کښې د چين خلاف د بغاوت نه پس په هندوستان کښې د جلاوطنې ژوند تيره وي ۔ رائيټر خبري ادارے ترمخه د دلائي لامه معامله بيا راپورته کيدو سره د چين او هند سرحدي شخړې بيا رامخې ته کيدې شي، پنځه کاله مخکښې د دواړو ملکونو سرحدي فورسز ترمينځ جهګړې لوجې د هند شل او د چين څلور پوځيان وژلي شوي وو وروستو د دواړو ملکونو ترمينځ د جنګ بندۍ معاهده شوي وه کومه چې تر دې مهال برقرار ده

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *