د افغانستان په حواله د متحده قامونو د جنرل اسمبلۍ خصوصي اجلاس شوېدے چې پکښې د افغانستان په موجوده صورتحال، زنانؤ باندې لګولي شوي بنديزونو او افغانانو سره بشري مرستو په معاملو خبرې شويدي ۔ د جنرل اسمبلۍ ممبرانو په افغان زنانؤ د تعليم او کار روزګار بنديزونه تر دې دمه نه ختميدو باندې د تشويش اظهار کړېدے او وئيلي ئي دي چې د افغان دولت دې فيصلې سره نه صرف د افغانانو لپاره مشکلات پيدا شويدي بلکه افغانستان په نړۍ کښې يواځې پاتې کيدو خطره پيدا شويده ۔ د روس لخوا افغان دولت په رسميت پنژندلو نه پس د افغانستان په حواله دا وړومبې نړي وال اجلاس وو ۔
جنرل اسمبلۍ اجلاس:د پاکستاني مندوب د وينا مهم ټکي
متحده قامونو کښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار د جنرل اسمبلۍ اجلاس ته وينا په مهال د افغانستان په صورتحال غور لپاره د دې اجلاس د رابللو هرکلي کړېدے او وئيلي ئي دي د طالبانو څلور کلن واکمنۍ په مهال افغانستان کښې تر ډير حده امن په ځائې شوېدے خو اولس کښې اوس هم مايوسي او ويره خوره ده چې لويه وجه ئې د دې هيواد کمزورې معيشت ،د افغانستان اثاثې منجمد کيدل او بشري بحران دے ۔ عاصم افتخار ووئيل چې د دې مسائلو د حل لپاره ضروري ده چې نړي وال ملکونه دې افغانستان يواځې نه پريږدي او امريکه دې د افغانستان ټولې منجمند کړي شوي اثاثې بيرته بحال کړي ۔
افغانستان کښې د ترهه ګرو موجودګي او د پاکستان تحفظات
پاکستاني مندوب عاصم افتخار وئيلي دي چې څلور لسيزو پس افغان جنګ ختم او د امن اميد پيدا شوېدے خو اوس هم د افغانستان په خاوره ترهه ګر ډلې منظم دي او دا هيواد بيا د ترهه ګرو مرکز جوړيدو انديښنه ده د دې خطرو نه پام اړول به د افغانستان ، منطقې ملکونو او نړي امن بيا تالا ترغه کړي ۔ عاصم افتخار وينا ترمخه د افغانستان خاوره او د امريکې پاتې شوي وسله پاکستان کښې د حملو لپاره استعماليږي په دې حواله پاکستان سره شواهد هم شته،سيکيورټي فورسز وخت په وخت افغانستان پولې نه د ترهه ګرو پاکستان ته داخليدو کوششونه ناکامه کړيدي ۔ پاکستاني مندوب د افغان حکومت نه مطالبه کړېده چې د کالعدم تنظيمونو ټي ټي پي،داعش، بي ايل اے او القاعده ډلو خلاف دې موثره او فوري اقدامات وکړي دا ډلي نه يواځې پاکستان بلکه ګاونډي ملکونواو نړي لپاره خطره ده بايد چې د افغانستان خاوره د هيڅ ملک استعمال نشي ۔
د پاکستان ۔ افغانستان اړيکو مستقبل
خپل تقرير کښې عاصم افتخار افغانستان سره د پاکستان د اړيکو ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې افغانستان کښې رامخې ته کيدونکې واقعاتو اثر نيغ په نيغه په پاکستان هم پريوځي په افغانستان د روس او امريکې جنګونو لوجې پاکستان د لکونو افغانانو تير څلور لسيزو راهسې ميلمستيا کوي،پاکستان د افغان ځوانانو لپاره د تعليمي هلو ځلو سلسله هم جاري ساتلي ده د علامه اقبال سکالر شپ د پروګرام نه د زرګونو افغان طالب علمان ګټه پورته کوي ، عاصم افتخار زياته کړه چې د دواړو ملکونو ترمينځ اړيکو پراختيا لپاره د رابطو سلسله شورو کړي شويده ، د خارجه وزير اسحاق ډار د کابل دورې نه پس دا تعلقات نور هم مضبوط شويدي ۔