...

فلسطين ۔ اسرائيل تاؤ تريخوالې،واشنګټن کښې د صدر ټرمپ او نتن ياهو ترمينځ اهم ملاقات کيږي،د فلسطنيانو مستقبل فيصلې امکان

دوحه کښې د حماس او اسرائيل مذاکراتو وړومبې پړاؤ بغيرڅه نتيجې ختم،اسرائيل حملو کښې 80 نه سيوا نور فلسطنيان شهيد
فلسطين ۔ اسرائيل تاؤ تريخوالې،واشنګټن کښې د صدر ټرمپ او نتن ياهو ترمينځ اهم ملاقات کيږي،د فلسطنيانو مستقبل فيصلې امکان

ټرمپ ۔ نيتن ياهو ملاقات او دفلسطنيانو اميدونه

د فلسطين او اسرائيل ترمينځ جنګ بندۍ لپاره په نړي وال کچ کوششونه جاري دي خو بيا هم اسرائيلي پوځ غزه کښې بريدونه سيوا کړيدي او مختلف سيمو باندې ئې تازه حملو کښې يو اتيا فلسطنيان شهيد کړيدي ، دا حملې په رهائشي سيمو او د بے کوره شوي کسانو په مرکزونو شويدي ۔


فلسطين صحت محکمې چارواکي وائي چې د اسرائيلي جارحيت دوران پنځلس مياشتو کښې د 62 شپيته زرو نه سيوا فلسطنيان مړه شويدي چې پکښې دوه سوه خبريالان هم شامل دي ۔ د مصر او قطر په کوششونو دوحه کښې د حماس او اسرائيل ترمينځ جنګ بندۍ معاهدې ته رسيدو لپاره درې ګهنټو مذاکرات شوي وو ولې څه فيصله پکښې نه ده شوے،د حماس چارواکي وائي چې د اسرائيل وفد د جنګ بندۍ د ممکنه معاهدې په حواله څه اختيار نه لري نو په داسې حالاتو کښې د خبرو دا سلسله څنګ کاميابيدې شي ۔ دې نه مخکښې هم قطر او مصر دا قسمه کوششونه کړي وو ولې د فريقينو د رويو لوجې پکښې څه خاص پرمختګ نه دې شوے ۔

د فلسطين د شخړې په حواله واشنګټن کښې د صدر ډونلډ ټرمپ او اسرائيلي وزيراعظم نتن ياهو ترمينځ مهم ملاقات کيږي ۔ د ملاقات نه مخکښې خپل يو بيان کښې نتن ياهو وئيلي دي چې صدر ټرمپ د غزه جنګ بندولې شي او هغه سره واشنګنټن کښې د ليدنې په مهال به په دې حواله څه نه څه مثبت نتائج رامخې ته شي ، بلخوا امريکني صدر ټرمپ امکان څرګند کړېدے چې هم دې هفته کښې به د حماس او اسرائيل معاهده اوشي او جنګ به بند شي ۔ برکس تنظيم غزه د مقبوضه فلسطين برخه ګرځولي ده او د فلسطين د مسئلې دوه رياستي حل لپاره ئې د فلسطين حکومت ملاټر جاري ساتلو عزم کړېدے، برازيل کښې شوي د برکس تنظيم سرمشريزه غونډې اعلاميه کښې په غزه کښې د فوري جنګ بندۍ مطالبه شويده، اعلاميه کښې په ايران د اسرائيل د حملو هم مذمت شوې وو ۔

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.