تازه خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت ستره سیاسي او سفارتي بریا

روس په کال ۲۰۰۳ کې د طالبانو ډله ترهګره اعلان کړې وه خو سږکال د اپریل په میاشت کې روس طالبان له ترهګرو لسټ څخه اوویستل او وړمه ورځ ی په رسمي توګه د پیژندلو اعلان وکړو
د افغانستان اسلامي امارت ستره سیاسي او سفارتي بریا

د برتانوي خبري اژانس د یو راپور له مخې، روس د افغانستان نوي سفیر په اړه د باور لیکونه منلي او په رسمي توګه ی قبول کړي دي

د کال ۲۰۲۱ په ۱۵ اګست باندې امریکا له افغانستان څخه د خپل هیواد او نیټو ځواکونو د ویستلو اعلان وکړو او هم دې میاشت کې په ۳۱مه نیټه یو آخري امریکایی امنیتي سرتیرۍ له افغانستان څخه د ۲۰ کالو جهګړۍ وروسته افغانستان پریښودل

په هم دې نیټه امریکا او نیټو سره په دوحه کې د تړون وروسته افغان طالبانو د افغانستان واک واخستو او په ملک کې اسلامي نظام عملي کولو اعلان وکړو

په هم دې تسلسل کې وړمه ورځ ۲ دویم د جولایی میاشت د افغانستان په تاریخ کې یوه لویه د اهمیت وړ ورځ ده ځکه په دې ورځ په پایه تخت کابل کې د روس سفیر له افغانستان د بهرنیو چاورو وزیر امیر خان متقي سره مهمه لیدنه وکړه او له روس لوري ی په رسمي توګه اعلان وکړو چې روس د افغانستان اسلامي امارت په رسمي ډول د پیژندلو اعلان کوي

په رسنیو کې د خپور شوو راپورونو ترمخه په نړۍ کې روس هغه لومړۍ هیواد شو

چې د افغان طالبانو حکومت ی په رسمي توګه تسلیم کړو

د برتانوي خبري اژانس د راپور له مخې، روس د افغانستان نوي سفیر په اړه د باور لیکونه منلي او په رسمي توګه ی قبول کړي دي

په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنه به په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیز همکاریو ته وده ورکړي

دلته دا خبره مهمه ده او باید چې یادونه ی وشي چې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، کله چې د امریکا او نیټو ځواکونو چې په افغانستان کې ی د امریکا په مشرۍ کې د طالبانو سره په جهګړه بوخت ووله افغانستان څخه د خپلو فوځیانو د وتلو اعلان کړې وو او په افغانستان کې د طالبانو یو ځل بیا د افغانستان پلازمېنه کابل تر خپل واک لاندې راوسته او په افغانستان کې ی د خپل حکومت په رسمي توګه اوکړو

په رسنیو کې د خپور یو راپور ترمخه د امریکا له وتلو وروسته، روس په تدریجي ډول له افغانستان سره خپلې اړیکې بېرته پیل کړې او شاوخوا دوه کاله وړاندې، د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو چې هېواد یې د طالبانو ډله د ترهګرۍ پر ضد یو مهم متحد بولي

روس د افغانستان اسلامي امارت په اړه ، د کارپوهان د نظر ترمخه دا باور لري چې روس غواړي له طالبانو سره کار وکړي، ځکه چې هغه د افغانستان نه تر منځني ختیځ پورې په ګڼو هېوادونو کې د سخت دریځه ډلو له لوري د امنیتي ګواښونو سره مخ دی

سیاسي کارپوهان د افغانستان اسلامي امارت له روس څخه په لومړي ځل پیژندلو ته په له افغانستان لوري یوې لویه بریا په نظر ګوري

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو هم د روس دا اعلان په درنو ټکو کې ستایلې دې او ویلي ی دي چې ددوی حکومت به له روس سره سیاسي او اقتصادي اړیکې نورې هم پراخه او قوي شي

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې په دې لنډو تیرو ورځو کې پاکستان هم په پایه تخت کابل کې د خپل استازې درجه د سفیر کچې ته د لوړولو اعلان کړې وو

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *