تازه خبرونه

ايران ۔ اسرائيل تاؤ تريخوالي،تهران کښې د موساد لپاره د جاسوسۍ الزام کښې افغانان هم نيولي شويدي

ايران کښې 20 زرو نه سيوا افغان طالب علمان دي چې پکښې ځني د اسرائيل لپاره جاسوسي کوي،ايران ميډيا
موساد لپاره جاسوسۍ الزام کښې د افغانان ګرفتاري

ايران ۔ اسرائيل تاؤتريخوالي،افغانانو خلاف کريک ډاؤن

د ايران په جوهري او پوځي تنصيباتو د اسرائيل حملو په نتيجه کښې د آرمي چيف محمد باقري،پاسداران انقلاب مشر حسين سلامي او ايټمي سائنسدانانو د وژنې نه پس ايران حکومت د تهران بشمول نورو ښارونو کښې د اسرائيل استخباراتي ادارے موساد لپاره جاسوسي کونکو خلاف په لويه پيمانه کريک ډاؤن شورو کړيدے ۔

د ايران رسنيو ترمخه سيکيورټي فورسز تهران کښې د شمکن کسانو خلاف کارروائيو کښې تيزي راوستلې ده او د موساد لپاره د جاسوسۍ په الزام کښې اتلس نور کسان ګرفتار کړي شويدي چې پکښې افغانان هم شامل دي ۔ ايران رسنيو د سيکيورټي چارواکو په حواله وئيلي دي چې اوسه پورې د مختلف ښارونو نه پنځه سوه ديرش نه زيات کسان نيولي شويدي چې پکښې د زياترو تعلق د افغانستان سره دے ۔

ايران سيکيورټي چارواکي دعوي لري چې دې هيواد کښې په غيرقانوني توګه ميشته افغانان او افغان طالب علمان د اسرائيل لپاره جاسوسي کوي ۔ ايران سيکيورټي اهلکار د مختلف ودانو نه علاوه تعليمي ادارو او هاسټلو باندې هم وخت په وخت چهاپې وهي او د شک په بنياد افغانان ګرفتارولي شي ۔

دې نه مخکښې هم ايران کښې ميشته افغانانو سره د ايران حکومت د بدچلن واقعات رامخې ته شوي وو او افغان دولت دا معامله څو وارې د ايران د واکمنو سره هم پورته کړيده

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *