تازه خبرونه

ډونلډټرمپ ۔ فيلډمارشل عاصم منير ملاقات، پاک ۔ هند جنګ بندۍ پرمختګ،منطقې په صورتحال تفصيلي خبرې

عاصم منيرمنطقه کښې تاؤتريخوالې کم کړې وو هغه سره ملاقات زما لپاره اعزاز دې،صدر ټرمپ

1 min read

د پاک پوځ سرلښکر او امريکني صدر ټرمپ ترمينځ ملاقات او ممکنه نتائج

ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره پاکستان او امريکې تعاون باندې اتفاق

June 19, 2025

چيف آف آرمي سټاف فيلډمارشل عاصم منيرد وائټ هاؤس په اوول هاؤس کښې امريکني صدر ډونلډټرمپ سره ملاقات کړېدے ۔ دا ملاقات دوه ګهنټې جاري وو چې پکښې په اهمو معاملو تفصيلي خبري شويدي ۔ ملاقات دوران د دواړو ملکونو ترمينځ اړيکو پراختيا،دفاعي تعاون،د سيمې صورتحال او په خصوصي توګه د ايران او اسرائيل ترمينځ روان شخړې په معاملو د خيالاتو بدلون شوي وو ۔

ملاقات په مهال د پاکستان او هند ترمينځ تاؤ تريخوالي او د جنګ بندۍ په امورو هم خبري شويدي،آئي ايس پي آر ترمخه فيلډ مارشل عاصم منير د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندولو کښې مثبت کردار ادا کولو باندې د پاکستان د حکومت او اولس له طرفه د صدر ټرمپ شکريه ادا کړيده او د هغه د قائدانه صلاحيتونو تعريف ئې کړيدے ۔ ملاقات دوران د پاکستان او امريکې ترمينځ د ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره تعاون جاري ساتلو باندې اتفاق شوېدے او صدر ټرمپ د سيمې د امن او استحکام لپاره د پاکستان د کوششونو ستائينه کړيده،د آئي ايس پي آر بيان ترمخه صدر ټرمپ او فيلډمارشل عاصم منير د دواړو ملکونو ترمينځ معاشي او تجارتي تعاون سيوا کولو د عزم اظهار کړيدے ۔

فيلډمارشل عاصم منير صدر ټرمپ له د پاکستان د دورې بلنه هم ورکړيده ۔ د امريکې خارجه وزير مارکو روبيو او د مشرقي وسطي لپاره د امريکني صدر خصوصي استازې سټيوويټکوف هم دې ملاقات کښې موجود وو ۔ صدر ټرمپ د فيلډمارشل عاصم منير او د هغه د وفد په درناوے کښې د غرمې د روټۍ اهتمام هم کړي وو ۔ د دې ملاقات نه پس ميډيا سره خبرو په وخت صدر ډونلډټرمپ وئيلي دي چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير ځکه وائټ هاؤس ته رابللي شوي وو چې هغه منطقه کښې تاؤ تريخوالې خوريدو مخ نيوي کړې وو او هند سره ممکنه جنګ بندولو لپاره د هغه شکريه ادا کوم ضروري وو۔

صدر ټرمپ وائي چې امريکه د پاکستان او هند سره تجارتي معاهدې کول غواړي ۔ د ټرمپ وينا ترمخه که د پاکستان او هند جنګ بندۍ لپاره کوششونه نه وو شوې نو د نيوکلئير جنګ شورو کيدو انديښنه وه ۔ سفارتي سرچينې د منطقې موجوده صورتحال په تناظر کښې فيلډ مارشل عاصم منير او امريکني صدر ډونلډټرمپ ترمينځ ملاقات د دواړو ملکونو په تعلقاتو کښې غيرمعمولي پرمختګ ګني ۔

د فيلډ مارشل عاصم منير امريکې دورې او ملاقاتونو هندحکومت پريشانه کړيدے، د صدر ټرمپ او فيلډمارشل عاصم منير د ملاقات نه مخکښې د هند وزيراعظم نريندر مودي د صدر ټرمپ سره د ټيلفون د لارې خبرې کړي وې ،د هند سيکرټري خارجه وکرم مسري بيان ترمخه وزيراعظم نريندر مودي امريکائي صدر ته وئيلي دي چې پاکستان سره روانه شخړه باندې د امريکې د ثالثې کردار به هند قبول نه کړي،د هند سيکرټري خارجه د دې بيان په ردعمل کښې د امريکې د خارجه محکمې ترجمان ټيمي بروس وئيلي دي چې صدر ټرمپ د کشمير مسئلې حل لپاره مخلصه دي او د ثالثې کردار ادا کولو وړانديز ئې کړېدے خو امريکه هيڅ يو فريق دغه ثالثي قبولو باندې نشي مجبورا کولے

Related Articles

نړی والی څیړنیزی داری وایی د پاکستان علمي ادارې او څېړونکي په ۲۰۲۵ کال کې نړیوال ویاړونه خپلوي

December 18, 2025

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د رویټرز خبري ایجنسئ ادعاوې بې‌بنسټه وبللې او ټینګار یې وکړ چې د غزه په اړه د پاکستان تګلاره د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې د چوکاټ، پارلماني څار او د اوربند او سیاسي حل ملاتړ پورې تړلې ده

December 18, 2025

په روانه میاشت کې تهران د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه کمولو لپاره خپل رول لوبولو لپاره غونډه رابللې وو خو په دې مهمه غونډه کې افغان طالب چارواکو ګډون و نه کړو

December 18, 2025

پاکستان او روس ترمنځ د ماسکو فورم د ستراتيژيکې همکارۍ نوی چوکاټ او د رسنيو، زده‌کړې، اقتصادي پروژو او ترهګرۍ ضد برخو کې د کار کولو ژمنه شوی

December 18, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *