تازه خبرونه

افغان دولتي چارواکو او ټي ټي پي وسله والو ترمينځ د تحفظاتو ډک ملاقات

افغان دولت ټي ټي پي جنګيالو له سيکيورټي نه ورکولو فيصله کړې، ذرائع

1 min read

فغانستان کښې موجود ترهه ګرو په حواله افغان حکومت پاليسي کښې بدلون

پاکستان او افغانستان تعلقاتو کښې مهم پرمختګ، کالعدم ټي ټي پي نظرانداز

ذريعو ترمخه کابل کښې د افغان داخله وزارت د چارواکو او د پاکستان کالعدم تنظيم ټي ټي پي وسله والو د نمائندګانو ترمينځ ملاقات شوېدے خو دې ملاقات دوران د سختو جملو تبادله شوي وه ۔ پاکستاني طالبانو وفد د خپل ملګرو سيکيورټۍ په حواله د تحفظاتو اظهار کړي وو او په افغان دولت ئې الزامات لګولي وو۔ ذرائع وائي چې ملا فقير محمد په مشرې کښې د ټي ټي پي نمائندګانو افغان دولتي چارواکو ته ګيله کړيده چې حکومت دوي له سيکيورټي نه ورکوي او په افغانستان کښې د دوي په کمانډرانو او نور جنګيالو باندې حملو کښې ککړ کسانو خلاف څه قسمه کارروائي هم نه کيږي ۔ د ټي ټي پي وفد د افغان داخله وزارت د چارواکو نه شکايت کړېدے چې افغان حکومت خوخپل مخالفين ډير زر ګرفتار کړي او سزا ورته ورکړي خو په دوي باندې کيدونکي حملو نه خو څه تحقيقات کيږي او نه ککړ ملزمان ګرفتار شي ۔ د ټي ټي پي ذرائع وائي چې کال دوه زره يويشت کښې په کابل د طالبانو د قبضے نه پس د دوي په کمانډرانو او ملګرو د دوه سوه دري څلويښت نه سيوا حملې شويدي او يوسل دري څلويښت اغوا پيښې هم رامخي ته شويدي خو اوسه پورې يو تن هم نه دي نيولي شوے ۔ افغان دولت يا د کورنيو چارو وزارت د کالعدم ټي ټي پي سره د ملاقات او د دوي الزاماتو په حواله هيڅ قسمه بيان نه دي ورکړے او داخله وزارت هم کابل کښې شوي ملاقات باندې خاموشه دے ۔ تير څو هفتو دوران د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمينځ اړيکې پراخه شويدي،دواړو هيوادونو سفارتي تعلقات مضبوط کړيدي، اپريل مياشت کښې د پاکستان خارجه وزير اسحاق ډار د کابل دورې نه پس د افغان خارجه وزير مولوي امير خان متقي د اختر نه پس پاکستان ته سفرکولو امکان دے ۔ د دواړو ملکونو ترمينځ دا قسم پرمختګ او د پاکستان کالعدم ډلو سره تعلقاتو په حواله د افغان دولت پاليسۍ کښې بدلون د سيمې سياست او امنيت په حواله اهم پرمختګ ګنلې شي۔ پاکستان څو وارې د افغانستان د خاورې نه د ترهه ګرو د حملو معامله افغان حکومت سره پورته کړي وه او د دوي تنظيمونو خلاف ئې د کارروائي مطالبه لرله ولې افغان دولت به دغه الزامات مسترد کول دا اوسني پرمختګونه ثابتوي چې کابل او اسلام آباد انتظاميو ترمينځ بے باوري تر ډير حده پورې کمه شويده او دواړه ملکونو يوبل ته نزدې کيدونکي دي د سيمې امنيت او څوکالۍ لپاره دا بدلون به مثبت نتائج ولري ۔

Related Articles

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے

September 22, 2025

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

د افغانستان اسلامي امارت په خبرپانړه کې وایی چې د امریکا لوري د بګرام نیونې خبرې د دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *