د سیمې د امنیتي سرچینو او ځایي خبریالانو په وینا، د باجوړ په ماموند تحصیل کې د شاهي تنګي په سیمه کې د وسلوالو پر ضد پراخ استخباراتي عملیات پیل شوي دي. دغه عملیات نن سهار شاوخوا اووه بجې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري پیل شول
لټون عملیات
سرچینې وایي چې ځواکونو سیمه کلابنده کړې او له کور په کور لټون عملیات روان دي. د نښتې پر مهال شاوخوا لس وسلوال وژل شوي دي، خو تر دې دمه د وسلوالو ډلو له لوري په دې اړه کوم رسمي دریځ نه دی ورکړل شوی
سرچینې زیاتوي
د راپورونو له مخې، په یادو سیمو کې تحریک طالبان پاکستان فعاله ده، چې دا سیمه د کونړ ولایت له پولې سره نږدې پرته ده. امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې وسلوال له پولې هغې غاړې پټنځایونه لري، خو د ټي ټي پي او اړوندو ډلو له لوري دا ادعا رد شوې او وایي چې دوی د پاکستان له خاورې فعالیت کوي سرچینې زیاتوي چې د پلټنې او پاکولو عملیات به تر هغې دوام وکړي څو سیمه په بشپړه توګه خوندي اعلان شي.
د یادونې وړ ده چې د ټي ټي پي پخوانی مشر مولوي فضل الله په ۲۰۱۸ کال د جون میاشت کې په کونړ کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و