اسلاماباد: د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ډیپلوماټیکو هڅو کې مهم پرمختګ شوی، چې دواړو لورو د لبنان په محاذ کې هم د اوربند پر تضمین سلا کړې ده باوري سرچینې وايي چې د نوي توافق له مخې، پر لبنان روان بریدونه به ختمېږي او دا به د عمومي اوربند مهمه برخه وي
اوربند
امریکا رسمي ډاډ ورکړی چې اسرائیل به د لبنان په حدودو کې نور پوځي عملیات نه کوي، چې دا د سیمې د کړکېچ کمولو لپاره مهم ګام بلل کېږي سفارتي سرچینې زیاتوي چې دا پرمختګ د وروستیو خبرو او منځګړیتوب هڅو نتیجه ده، چې موخه یې د جګړې پراخېدو مخنیوی دی
کارپوهان باور لري که دا ژمنې عملي شي، نو دا به نه یوازې لبنان بلکې ټول منځني ختیځ کې د سولې او ثبات لپاره نوې لارې پرانیزي، خو د دې بریا به د راتلونکو ورځو پر عملي اقداماتو پورې تړلې وي