د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د دفاعي اړیکو په برخه کې یوه مهمه پرمختیا شوې ده، چې له مخې یې د پاک هوايي ځواک دستې د سعودي عرب کینګ عبدالعزیز هوايي اډې ته رسېدلې دي. د عسکري سرچینو په وینا، دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک دفاعي همکارۍ د چوکاټ لاندې پورته شوی دی
پاک هوايي ځواک
سرچینې زیاتوي چې په دې تعینات کې د پاک هوايي ځواک جنګي او مرستندویه الوتکې او بېلابېل عملیاتي واحدونه شامل دي، چې موخه یې ګډ دفاعي چمتووالی، روزنیزې تمرینونه او عملیاتي همغږي لا پیاوړې کول دي.
د سعودي دفاع وزارت دا پرمختګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي شراکت یو مهم پړاو بللی او ویلي یې دي چې د پاکستاني هوايي ځواکونو شتون به نه یوازې ګډې دفاعي وړتیاوې لوړې کړي، بلکې د سیمې په امن او ثبات کې به هم مرسته وکړي.
دفاعي شنونکي وايي چې د اوسني سیمهییز امنیتي حالت په رڼا کې دا همکاري ځانګړی اهمیت لري، او دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو تبادله او ګډو پوځي ستراتیژیو جوړولو کې مهم رول ولوبوي