د ایران د “مجلس خبرگان” په رسمي پرېکړه مجتبی خامنهاي د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي لوړې مقام په توګه وټاکل شو، چې دا ټاکنه د علي خامنهاي د مړینې وروسته یوه اوونۍ کې ترسره شوه ، د دولتي ټلوېزیون له لارې لوستل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې سره له دې چې هېواد د جګړې په سخت وضعیت، د دښمن د ګواښونو او د مجلس د دفترونو پر وړاندې د بریدونو سره مخ و، د لوړې مقام د ټاکلو بهیر بې له ځنډه بشپړ شو، دا پریکړه داسې وخت وشوه چې ایران د امریکا او اسراییل سره روانو شخړو له امله د تاریخ له جدي بحرانونو سره مخ دی
د جګړې په جریان کې مشرتابه ټاکنه
د مجلس خبرگان چې ۸۸ غړي لري او د ایران د لوړې مقام د ټاکلو واک په غاړه لري، د راپورونو له مخې د خپلو دفترونو پر وړاندې د سختو بریدونو او بمبارۍ سره سره د مشر ټاکلو بهیر بشپړ کړ، یوازې څو شیبې وروسته له ټاکنې، د ایران ځواکمن اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (IRGC) او وسلهوال پوځ د مجتبی خامنهاي مشرتابه ته خپله وفاداري اعلان کړه
د ایران د ملي امنیت عالي شورا سکرتر علي لاریجاني ویلي چې د ایران دښمنانو تمه درلوده چې د علي خامنهاي د مړینې وروسته سیاسي بحران رامنځته شي، خو د نوي مشر په چټک ټاکلو سره دغه تمه له منځه تللې ده
د امریکا او اسراییل غبرګون
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل توند غبرګون کې ویلي چې د مجتبی خامنهاي د لوړې مقام ټاکنه “منل شوې نه ده.”
ایراني چارواکو دغه څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې د ایران د مشر په اړه پرېکړه یوازې د ایران د خلکو او مؤسساتو پورې اړه لري، د اسراییل د دفاع ځواکونو له خوا مخکې خبرداری ورکړل شوی و چې د علي خامنهاي هر ځای ناستی هم د هدف لاندې راتلی شي. د مجتبی خامنهاي ټاکنه دواړو واشنګټن او تلابیب ته د مقاومت یو پیغام ګڼل کېږي
مجتبی خامنهاي څوک دی؟
مجتبی خامنهاي د ۱۹۶۹ کال د سپتمبر پر ۸مه په مشهد کې زېږېدلی دی او د علي خامنهاي دویم زوی دی. هغه په ابتدايي زده کړو کې د تهران د علوي مدرسې تعلیم ترلاسه کړ او وروسته یې د دیني زدهکړو لپاره د قم په حوزه کې تعلیم وکړ، اوس مهال هغه د شیعه دین په مذهبي درجه کې د حجتالاسلام رتبه لري، د ځوانۍ په کلونو کې یې د ایران–عراق جګړه تجربه کړې او وروسته یې د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک سره نږدې اړیکې جوړې کړې.
په پټانه کې نفوذ
که څه هم مجتبی خامنهاي هیڅکله په رسمي سیاسي څوکۍ کار نه دی کړی او په عامه څرګندونو کې یې کم حضور درلود، خو د ایران په قدرتي جوړښت کې د نفوذ لرونکي کس په توګه پېژندل کېږي
سیاسي لانجې او تورنې
د هغه نوم په پراخه توګه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۵ کال د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال مطرح شو، کله چې د اصلاحغوښ مشرتابه کاندید مهدی کروبي تور ولګاوه چې هغه د IRGC او بسیج له لارې ټاکنو ته اغېز ورکړی دی، همداراز، د ۲۰۰۹ کال د شنو پاڅونونو پر مهال هم ورته تورونه مطرح شول
د میراثي مشرتابه بحث
د مجتبی خامنهاي ټاکنه د ایران د سیاسي نظام دننه د میراثي مشرتابه په اړه بحثونه بیا راژوندی کړي. دوه کاله وړاندې علی خامنهاي پخپله رد کړی و چې زوی یې به ورپسې راشي، خو اوس د قدرت مرکزونه د ثبات لپاره دا لار غوره کړې ده
جګړه او راتلونکي ننګونې
مجتبی خامنهاي د داسې وخت لپاره مشري منلې چې ایران د امریکا او اسراییل سره سختې پوځي شخړې لري. راپورونه ښيي چې د ایران توغندي او بېپيلوټه الوتکې بریدونه دوام لري، پداسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه د تهران شاوخوا تېلو مرکزونه هدف ګرځولي، تحلیلګرانو ویلي چې د نوي لوړې مقام لویې ننګونې به د ایران د سیاسي او اقتصادي بحرانونو مدیریت، روانې شخړې او خلکو ته قناعت ورکول وي چې هېواد له ستونزو وتلی شي
نور ولولئ