پاک افغان پوله تورخم سره نزدې د لنډي کوتل په سیمه کې د خیبر پښتو ادبي جرګې او د حمزه بابا کورنۍ ترسیوري لاندې د پښتو ژبې یو ستر شاعر، مفکر او ادیب امیرحمزه بابا شینواري ۳۲ تلین په مناسبت یو سیمینار او د مشاعرې تابیا شوې وه
د سیمینار او مشاعرې پر مهال د د پښتو ژبې د شعر او ادب لوړ پوړه شاعرانو،پوهانو او لیکوالانو د حمزه بابا د لوړې پای شاعرۍ او لیکنو پر سر رنړا واچوله او د پښتو ژبې لپاره ی د حمزه بابا هڅې په درنو ټکو کې وستایلې
د سیمینار په پای کې ډاکټر تواب شاه مسرور شینواري د وزیراعلی خیبر پښتونخوا سهیل افریدي پر وړاندې دا غوښتنې کیښودلې
د خیبر پښتو ادبي جرګې او د سیمینار ټولو ګډون والو له وزیراعلی وغوښتل چې د حمزه بابا شینواري په مزار کې دې د سیمینار او مشاعرې لپاره یو لوی تالار جوړ شي، د لایبریرۍ ودانۍ لپاره دې یو لایبریرین او ورسره یو اسسټنټ وټاکل شوي چې د حمزه بابا د کتابونو څخه ځایی خلک ګټه پورته کړې او ددې کتابونه بشپړ حفاظت هم وکړې شي، دا غوښتنه هم وشوه چې د حمزه بابا کتابتون لپاره دې د نورو کتابونو د نړیوال ادب، تاریخ او یو شمیر نورو ګټورو کتابونو انتظام هم وکړې شي
دا غوښتنه هم وشوه چې د حمزه بابا مزار ترڅنګ پارک دې د سره جوړ او ورغول شي او په دې کې دې د سیلګرو او میلمنو لپاره ځانګړې اسانتیاوې او سهولتونو ورکړل شي
ګورنمنټ پوسټ ګریجویټ کالج لنډي او د فاټا پوهنتون دې د حمزه بابا په نامه ونومول شي، د حمزه بابا ذاتي د استعمال شیان لګه پګړۍ، څادر ، جامې ، څپلې ، میز کرسۍ، قلمونو او یو شمیر نور شیان دې د حمزه بابا د کورنۍ په اجازه ، د حمزه بابا مینه والو لپاره د حمزه بابا کمپلیکس په ودانۍ کې خوندي کړې شي
دا غوښتنه هم د وزیراعلی پام را اړولو لپاره وړاندې شوه چې د حمزه بابا اکیډیمي په نامه دې یوه اداره جوړه شی چې د حمزه بابا د چاپ شوو او ناچاپ شویو کتابونو جاج واخلي او ناچاپ کتابونه او لیکنې چاپ کړي ، په حمزه بابا باندې شوې څیړنې هم چاپ کړي
د حمزه بابا چیر یا اکیډمۍ په سفارش دې اړوند حکومتي ادارې د ضلع خیبر د بې وسه شاعرانو او ادیبانو ناچاپه کتابونه چاپ کړي ، صوبایی حکومت دې د حمزه بابا په نامه ایوارډ اعلان کړي چې هرکال په غوره کار او د پښتو ادب خدمت په بدله کې شاعرانو ، لیکوالانو او ادیبانو له ورکړل شي