تازه خبرونه

له پلوامه تر پنځم اګست پورې: د هند دوکه بازۍ او د جنوبي اسیا پر سولې ناڅاپي برید

د پلوامہ پېښه د نریندر مودی د هندوتوا اجنډا او د ۲۰۱۹ ټاکنو لپاره وکارول شوه. هند له دې وروسته د کشمیر ځانګړی حیثیت او آرٹیکل 35-اے لغوه کړل او سیمه‌ییز توازن یې اغېزمن کړ
د فلسطین مقاومتي تنظیم حماس سیاسي مشر او ویاند ډاکټر خالد قدومی د فلسطین د مسئلې په اړه د پاکستان د سفارتي رول او اصولي دریځ څخه بشپړ اطمینان څرګند کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان د حکومت او ولس اقدامات د فلسطیني سیاسي کړیو له خوا په درنه سترګه کتل کېږي. هغه دا خبرې د جمعې په ورځ د کراچی پریس کلب د لیدنې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې وکړېد فلسطین مقاومتي تنظیم حماس سیاسي مشر او ویاند ډاکټر خالد قدومی د فلسطین د مسئلې په اړه د پاکستان د سفارتي رول او اصولي دریځ څخه بشپړ اطمینان څرګند کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان د حکومت او ولس اقدامات د فلسطیني سیاسي کړیو له خوا په درنه سترګه کتل کېږي. هغه دا خبرې د جمعې په ورځ د کراچی پریس کلب د لیدنې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې وکړې.

د فلسطین مقاومتي تنظیم حماس سیاسي مشر او ویاند ډاکټر خالد قدومی د فلسطین د مسئلې په اړه د پاکستان د سفارتي رول او اصولي دریځ څخه بشپړ اطمینان څرګند کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان د حکومت او ولس اقدامات د فلسطیني سیاسي کړیو له خوا په درنه سترګه کتل کېږي. هغه دا خبرې د جمعې په ورځ د کراچی پریس کلب د لیدنې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې وکړې

نن نه د ۷ کلونو وړاندې، د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۱۴مه د مقبوضه جمونو او کشمیر د پلوامې په سیمه کې پېښه یوازې یوه پوځي پېښه نه وه، بلکې د جنوبي اسیا د جغرافیايي او سیاسي جوړښت د بدلولو لپاره د نریندر مودي د حکومت یو منظم او خطرناک پلان پیل و. پاکستان له پیل راهیسې په دې ټینګار کړی چې هند د دې پېښې شفافې پلټنې پر ځای دا پېښه د خپلو سیاسي موخو او د ۲۰۱۹م کال عمومي ټاکنو کې د هندوتوا د جذباتو د راوپارولو لپاره د “سیاسي وسله” په توګه وکاروله. د پلوامې په پرده کې، نوې ډهلي هغه “نوي هند” ډرامه وکړه، چې نن ټوله سیمه د بې ثباتۍ په بڼه یې د تاوان بیه ورکوي.

د پلوامې سمدستي وروسته، د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په میاشت کې د بالاکوټ هوايي حریم سرغړونه او بیا د پاکستان په غبرګون کې “آپریشن سویفټ ریټارټ” د هند جنګي جذبه نړۍ ته ښکاره کړه. پاکستان نه یوازې د هند الوتکې وغورځولې، بلکې نیول شوی پائلټ خوشې کړ او د یوه مسؤل اتومي ځواک په توګه یې ثبوت وړاندې کړ، خو د مودي حکومت دې سولې ته د کمزورتیا په سترګه وکتل او خپل توسع غوښتونکي اهداف یې تېزه کړل. د دې ټولې کیسې اصلي هدف پاکستان نړیواله توګه یوازې کول او د مقبوضه کشمیر ځانګړي حیثیت باندې وروستی برید کول و.

د دې سازش تر ټولو توره برخه د ۲۰۱۹ کال د اګست پر پنځمه وشوه، کله چې د بھارتی پارلیمنٹ له خوا د نړیوالو قوانینو او د اقوامِ متحدہ د پرېکړو په پام کې نه نیولو سره آرټیکل ۳۷۰ او آرټیکل ۳۵-اې لغوه کړل شول. آرټیکل ۳۵-اې یوازې یوه قانوني ماده نه وه، بلکې د کشمیریانو د هویت، ځمکې او راتلونکي ساتونکې وه. د دې قانون له مخې غیر کشمیریانو ته اجازه نه وه چې په سیمه کې ځمکه واخلي یا تل پاتې مېشت شي، چې موخه یې د کشمیر د مسلمان اکثریت هویت ساتل وو. د دې قانون لغوه کول په حقیقت کې په مقبوضه وادۍ کې د “نفوسې ترهګرۍ” پیل و، څو د وادۍ جغرافیه د هند اکثریت ته واړوي او د استصوابِ رایې امکان همېشه له منځه یوسي.

هند له پلوامې څخه تر آرټیکل ۳۵-اې د لغوه کېدو پورې هغه “تهاجمي قومي روحیه” خپره کړه، چې د SARС په څېر سیمه‌ییزې ادارې یې هم بې تاثیره کړې دي. نن د جنوبي اسیا سوله په داسې حالت کې ده چې یو طرف پاکستان صبر، حوصله او اصولي دریځ لري، او بل طرف د هند سرسختي او د هندوتوا فاشیستي اجنډا ده. د مودي حکومت مقبوضه کشمیر د نړۍ تر ټولو لوی زندان ته بدل کړی، چې د بشري حقونو سرغړونه اوس ورځنۍ عادي خبره ده.

تر څو نړیواله ټولنه د هند دې غیر قانوني اقداماتو ته پام ونه کړي او تر څو د آرټیکل ۳۵-اې د لغوه کولو په څېر تور قوانین بیرته نه شي اخیستل، په سیمه کې د تل پاتې سولې خیال پاتې دی. د پاکستان دریځ نن هم واضح دی: د کشمیر مسله باید د کشمیریانو د ارمانونو او د اقوامِ متحدہ د منشور مطابق حل شي. د پلوامې په پوښ کې پیل شوی د هند ډرامه اوس خپل منطقي پای ته رسېږي، چیرې چې د حق او رښتیا بریا یقیني ده .

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *