تازه خبرونه

د بلوچستان سرداران او ددوی شخصي ګټې

اپوزیشن لیډر محمود خان اچکزي پرون په خپله وینا کې ویلي وو چې په بلوچستان کې د کوم سردار په سیمه کې کوم سیاسي مشر د هغه سردار په سیمه کې جلسه نه شي کولای
د اچکزي وینا چې د بلوچستان سردارانو په اړه ی کړې ده ،ښایی چې په دې صوبه کې وس هم جمهوریت نشته دې ځکه یو سیاسي مشر د سردار خوښې پرته سیاسي غونډه نه شي کولې

د اچکزي وینا چې د بلوچستان سردارانو په اړه ی کړې ده ،ښایی چې په دې صوبه کې وس هم جمهوریت نشته دې ځکه یو سیاسي مشر د سردار خوښې پرته سیاسي غونډه نه شي کولې

د پاکستان یوه صوبه چې له قدرتي وسایلو څخه ډکه ده له تیرو څو کلیزو راهیسي د ترهګریزو فعالیتونو او بریدونو له امله ډیره بده اغیزمنه شوې ده
د امنیتي کارپوهانو ترمخه بي ایل اې ،بلوڅ بیلتون خوښې ډله له تیرو څو کلونو راهسي چې د هند ملاتړ ورته حاصل دې ،په دې صوبه کې پر امنیتي سرتیرو،پولیسو او په عام وګړو بریدونه ترسره کوي او تراوسه ی په سلګونو امنیتي سرتیري او عام وګړي چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې دي شهیدان کړي د ي
د امنیتي چارواکو او کارپوهانو ترمخه د بلوچستان د ترهګرۍ یو یو لوی لامل په دې صوبه کې لوی لوی سرداران هم دي کوم چې په دې صوبه کې ترهګرۍ ته لمن وهي او ددې صوبې پرمختګ نه غواړي او خپلو شخصي ګټو لپاره ی د عام وګړو ژوند هم له سختو ستونزو سره مخ کړې دې
په یاده صوبه کې ددې لویو لویو سردارانو د شخصي ګټو په اړه یو مهم بیان هم مخې ته راغلې دي ، په پارلیمان کې د مخالفې ډلې مشر محمود خان اچکزئي پرون په یو بیان کې ویلي وو چې په بلوچستان کې له بسونو څخه زیارت کوونکي ښکته کېږي، د هغوی شناختي کارډونه کتل کېږي او بیا وژل کېږي
نوموړي ددې صوبې د سردارانو په اړه هم مهم انکشاف کړې وو ، ویلي ی وو چې په بلوچستان کې د کوم سردار د خوښې خلاف تاسو د هغه په سیمه کې جلسه هم نه شئ کولای

د قومي اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال محمود خان اچکزئي وویل چې زموږ ترمنځ واټنونه باید کم شي او دا ایوان باید لا پیاوړی کړل شي.

وروسته له هغې، د پارلمان هاوس مخې ته له رسنیو سره په خبرو کې نوموړي وویل چې ترهګري هر ځای خطرناکه ده او باید مخه یې ونیول شي. هغه وویل بهرني عناصر راځي او موږ په خپل منځ کې سره جنګوي، دا زموږ لپاره یو لوی ازمایښت دې
محمود خان اچکزئي نور هم وویل چې موږ باید کښېنو او په دې اړه جدي فکر وکړو، تر ټولو غوره حل دا دی چې ټول په ګډه کښېنو او خپله د ستونزو حل ولټوو. نوموړي ټینګار وکړ چې زموږ د ټولو ستونزو حل د همدې پارلمان په پیاوړتیا کې دی
که د محمود خان اچکزي د بلوچستان صوبې د سردارانو په اړه بیان ته وکتل شي نو دې کې یو لوی حقیقت پروت دي، ځکه د سرچینو ترمخه هم دا سرداران په خپلو سیمو کې نه غواړي چې په دې سیمو کې سکولو جوړ شي ترڅو ددې سیمو خلک زده کړې وکړي او د قوم او ملک خدمت وکړي
خو د امنیتي سرچینو ترمخه هم ددې سردارانو په سیمو کې نه خو د تعلیم په میدان کې پرمختګ شته او نه اقتصادي چې لامل ی هم دا لوی لوی سرداران دي چې دوی نه غواړي دا سیمې پرمختګ وکړي
په حقیقت کې هم دا سرداران د خپلو شخصي ګټو لپاره چې په ناقانونه قاچاق او د نشه ی توکو په کاروبار کې ککړي دي،نه غواړي ددوی شخصي ګټو ته زیان ورسول شي
په داسې وخت کې د اپوزیشن لیډر محمود خان اچکزي دا خبره چې باید موږ ټول کیښنو چې ددې ستونزو خل را اوباسو، په خپل خای ډیره مناسبه خبره ده

Related Articles

راشد خان د نړیوال کرکټ په مشورتي بورډ کې د نوي رول کیسه

April 16, 2026

د لاهور په پیکو روډ سیمه کې نامعلومه موټرسایکل سپرو کسانو په ډزو کې د تحریک حرمت رسول پاکستان مشر مولانا امیر حمزه ټپي شوی دی

April 16, 2026

د هنر او کلتور په نوم د دولتي قوانینو سرغړونه او له ملي وقار څخه انحراف د منلو وړ نه دي. د عدلي احکامو او اصولو مراعت د هرې ادارې قانوني او اخلاقي ذمه واري ده

April 16, 2026

عاصم افتخار احمد د امنیت شورا ته په بریفنګ کې ویلي چې پاکستان له ۶ لسیزو راهیسې د نړیوالې سولې ملاتړ کوي او تر اوسه تر ۲۵۰ زره زیات پاکستاني سرتېري د ملګرو ملتونو تر بیرغ لاندې خدمت کړی دی

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *