لنډي کوتل: د تېرې جمعې په ورځ د واورې له ورېدو وروسته، لنډي کوتل چې د پاک ـ افغان پولې تورخم ته نږدې پروت دی، د سیلانیانو لپاره لا ډېر زړهراښکونکی شوی دی. د سیمې غرونه، په ځانګړي ډول اینزري کنډاو او ټاپ سر، د واورې له سپین پوښ سره ښکلي منظرې وړاندې کوي
د ځایي خلکو په وینا، د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه سیلانیان د خپلو کورنیو سره دې سیمې ته ورغلي او په لوړو غرنیو سیمو کې یې د واورې ننداره او تفریح کړې ده. دوی وایي چې په اینزري کنډاو او ټاپ سر کې د خلکو ګڼه ګوڼه تر نورو سیمو زیاته وه
سیلانیانو له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې په لنډي کوتل کې د سیاحت د ودې لپاره عملي ګامونه پورته شي. د اسلامیه کالج پوهنتون یوه زدهکوونکي وویل چې دا یې لومړی ځل دی چې لنډي کوتل ته راغلی او د سیمې له طبیعي ښکلا یې خوند اخیستی، خو اړتیا ده چې هوټلونه او د خوراک مرکزونه جوړ شي څو سیلانیانو ته اسانتیاوې برابرې شي
له بلې خوا، د پېښور او تحصیل باړه څخه راغلو سیلانیانو وویل چې لنډي کوتل یو خوندي او د تفریح وړ ځای دی. سیلانیانو او ځایي خلکو د پولیسو او امنیتي ځواکونو مننه هم وکړه چې د اینزري کنډاو په چیکپوسټ کې یې له مېلمنو تود هرکلی کړی او امنیت یې ټینګ ساتلی دی