پرون د افغانستان په پلازمینه کابل کې پر یو چینایی ریستوران د برید ذمه واري د اسلامي دولت، داعش د برید مسولیت په خپله غاړه اخستې دې
د یادې ډلې سره اړوند رسنی اعماق په خپله پاڼه د برید کوونکي انځور هم خپورکړې دې ، په پاڼه ی لیکلي دي چې هم دې تن پر چینایی ریسټورنټ برید ترسره کړې دې
افغان چارواکو ترمخه دا چینایی ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان او د هغې میرمنې او یو افغان په ګډه چلول چې پکې به چینایی خوراکونه تیاریدل، د ریسټورنټ نامه چاینیز نوډل وه او چینایی مسلمان وګړي چې له چین ولایت یغور څخه ی تعلق وو ابراهیم په نامه پیژندل شوې دې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت هم رسنیو ته ویلي دي چې د کابل د شهرنو)په سیمه کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
دلته باید یادونه وشی چې په کال ۲۰۲۱ کې په ۲۶ اګست هم د کابل په حامد کرزي هوایی ډګر ابې ګیټ د خونړي برید ذمه واری هم داعش ډلې پر غاړه اخستې وه
په یاد برید کې ۱۳ امریکایی پوځیان او تر ۱۷۰ عام وګړو ژوند له لاسه ورکړې وو
نورخبرونه: پلازمینه کابل کې چاودنه: بمي چاودنه د شهرنو په چینایی ریستوران کې شوې
کابل کې د ټي ټي پي په مشرانو برید: کابل په پاکستان تورونه لګولي
افغانستان لوري د چینايي کارکوونکو پر ضد وسلهوال ډرون بریدونه شوی: تاجکستان