تازه خبرونه

عاصم افتخار : د کشمیر شخړه باید نړیوال قانون له لارې هواره شي

د پاکستان لوري په ملګرو ملتونو کې استازې عاصم افتخار د ملګرو ملتونو د امنیت شوری په بحث کې وویل چې کشمیریانو له باید د نړیوال قانون لاندې خپل حق ورکړل شي
پاکستان غوښتنه کوي چې کشمیریانو له دې د آزادي او خپلواکۍ حق ورکړل شي

د پاکستان استازې عاصم افتخار ټینګار وکړو چې پاکستان تل شخړې د خبراترو له لارې د هوارولو غوښتونکې دې

اقوام متحدہ کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د فلسطین او کشمیر د مسئلو حل ضروري بللې او غوښتنه ی کړې ده چې کشمیر شخړه باید نړیوال قانون ترمخه هواره شی او کشمیري مسلمانانو ته خپل حق ورکړل شي

په ملګرو ملتونو کې د  شخړو د مخنیوي او حل په اړه د بحث پر مهال خپله وینا کې د پاکستان استازې وویل چې  له بده مرغه تر اوسه د فلسطین او کشمیر شخړې نه دي هوارې شوي

هغه په نړۍ کې د  شخړو هوارولو لپاره  د سیاسي او سفارتي لارې د شخړو هوارولو  غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې تاوتریخوالی د ستونزو هوارولو لار نه ده

ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي تېره ورځ هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال د ټولو شخړو د سوله‌ییز حل پر اړتیا ټینګار کړی وو

عاصم افتخار وویل چې  پاکستان تل  د ټولو شخړو پر سوله‌ییز حل باور لري او ټولې شخړې باید د نړیوال قانون له مخې هوارې شي

نورخبرونه: عاصم افتخار: افغان خاوره پاکستان په ضد کارول پاکستان لپاره ستر ګواښ دې

افغانستان کښې د ترهه ګر ډلو موجودګي د پاکستان سلامتيا لپاره خطره ده

مودي او نیتن یاهو تګلارې یو شان دي: عاصم افتخار

Related Articles

پاکستان ادعا کوي چې د سرحدي کړکېچونو په منځ کې په «غصب للحق» عملیاتو کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

March 3, 2026

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډیپلوماټانو ته د پاکستان-افغانستان اړیکو په اړه معلومات ورکړل او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې پر ځان‌کنټرول ټینګار وکړ

March 3, 2026

په افغانستان کې د طالبانو دیني عالمان د تاوتریخوالي د توجیه لپاره دین کاروي، چې د سیمه‌ییز امنیت او سرحدي وسله‌والو ډلو لپاره خطرونه زیاتوي

March 3, 2026

مسؤلانه څرګندونې د پاکستان د یووالي، ټولنیز هماهنګۍ، او اوږدمهاله ثبات د ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي

March 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *