تازه خبرونه

عاصم افتخار: افغان خاوره پاکستان په ضد کارول پاکستان لپاره ستر ګواښ دې

د پاکستان استازې نړۍ ته ور څرګنده کړې چې په دې روانه میاشت کې د ترهګرو سرحدي برید کې د پاکستان ۱۲ پوځیان شهیدان شوي دي
د پاکستان استازې په وینا کې اوویل چې له ۶۰ زیات ترهګرو کمپونه د سرحدي بریدونو پلانونه جوړوي.

د پاکستان استازې په خپله وینا کې اویل چې ټي ټي پي د افغان خاورې څخه د پاکستان په ضد بریدونه تنظیموي.

 د پاکستان په ملګري ملتونو کې  دايمي استازي عاصم افتخار احمد د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره کارېدل د پاکستان ملي حاکميت ته جدي ګواښ دی.

هغه زیاته کړه چې پر افغان طالبانو دا مسوولیت دی چې د ترهګرو پر ضد عملي ګامونه پورته کړي. د نوموړي په وینا، د داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او بلوڅ ازادي غوښتونکي مرکزونه په افغانستان کې دي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي.

 عاصم افتخار وویل، په افغانستان کې له ۶۰ زیات د ترهګرو کمپونه د سرحدي بریدونو پلانونه جوړوي چې هدف یې عام وګړي، امنیتي ځواکونه، دولتي ودانۍ او د پاکستان پرمختیایي پروژې دي

هغه زیاته کړې چې ۸۰ افغان آي پیز ادرسونو سره تړلې سوشل میډیا پاڼې کرکه او سخت دریځ مواد خپروي.

 ده ټینګار وکړ چې د افغانستان د خاورې پر موجودو مرکزونو د ملګرو ملتونو سمدستي اقدام اړین دی، ځکه دا مرکزونه د پاکستان د ملي امنیت لپاره ستر خطر دی.

هغوی یادونه وکړه چې پاکستان څو ځله د بی ایل او ټي ټي پي سرحدي بریدونو شنډ کړې او امنیتي ځواکونو عملیاتو پر مهال د نیټو جوړې وسلې هم د وژل شویو وسله والو څخه ترلاسه شوي دي.  عاصم افتخار زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې ستر قیمت ورکړې، ټینګار ی وکړه چې یوازې د روانې میشاتې په یوه سرحدي برید کې د پاکستان پوځ ۱۲ امنیتي سرتیرې له ترهګرو لوري شهیدان کړې شول.  

نورخبرونه

عربي هیوادونو او ترکي په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه غندلي دي

Related Articles

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

سرچینې وایی چې چاوندنه کې د چین یغور ولایت یو مسلمان وګړي ژوند له لاسه ورکړې دې

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *