په نړۍ کې خو هندوستان د یو آزاد او لوی جمهوري ریاست په توګه خپل ځان نړۍ ته ورښکاره کوي خو په حقیقت کې هند کې اصلي جمهوریت او آزادي شتون نه لري
دا ځکه چې هند د ملګرو ملتونو د اساسي قانون او اصولو پرته په مقبوضه جمو او کشمیر قبضه کړې ده او په مقبوضه کشمیر کې مسلمانانو ته ددوی د آزادۍ او خپلواکۍ حق نه ورکوي چې د نړۍ لوري ی د هند پر لوی جمهوريت پوښتنې راپورته کړي دي
د الجزیرې ټیلي ویژن د یو راپور له مخې، هندي چارواکو په کشمیر کې یو طبي پوهنتون تړلې دې
د رسنیو دې راپور ترمخه هندي چارواکو ولې دا پوهنتون وتړل، ویل کیږي چې د یاد پوهنتون په ازموینو کې د کشمیري مسلمانانو د بریالیو محصلینو شمېر د پام وړ لوړ و.
راپور زیاتوي، هندوپلوه ډلې پر دې موضوع ټینګار کړې دې او ویلي ی دي چې مسلمانان زده کوونکي باید له هغو پوهنتونونو او تعلیمي بنسټونو څخه د زدهکړو فرصت ترلاسه نه کړي، چې د یادو ډلو تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي
دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د هندی چارواکو لوري دغه اقدام د بشري حقونو د فعالانو له خوا تبعیضي چلند بلل شوی او د کشمیر د تعلیمي راتلونکې په اړه یې جدي اندېښنې راپارولي دي
دا هم باید یادونه وشی چې د هند په پنجاب ایالت کې هم د سیکانو مشران د سیکانو لپاره د آزاد خالصتان غوښتنه کوي خو له هند لوري په هند کې د لږکیو د آزادۍ او دوی لپاره د تعلیم حاصلولو حقونو تر پښو لاندې کولې شي
د نړۍ هیوادونو چې په آزاد تعلیم حاصلولو او په آزاد جمهوري اصولو باور لري، باید د هند حکومت لوري لږکیو سره ددې امتیازی او بد چلند پر ضد غږ پورته کړي او هندي چارواکي له دې منع کړي چې دوی لږکیو ته د لوړو زده کړو کولو او د ژوند نورو اسانتیاوو حقونه ورکړي