تازه خبرونه

ګل حسن حسن په روس کې د افغانستان رسمي سفیر منل شوې

د روس ولسمشر پوټین دفتر کریمیلین کې راجوړه شوې دستوره کې د افغانستان نوي ټاکل شوي سفیر ګل حسن حسن خپل رسمي اسناد پوټین ته وړاندې کړل
روس په نړۍ کې هغه لومړۍ هیواد دې چې د افغانستان اسلامی امارت حکومت ی په رسمي توګه منلي او اعلان کړې دې

د روس ولسمشر ماڼي کریمیلین کې یوه رسمي دستوره تابیا شوې وه چیرته چې ګل حسن حسن د افغانستان اسلامي امارت حکومت له روس څخه د افغانستان د یو رسمي سفیر په توګه اعلان شو

د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د روس او افغانستان ترمنځ همکاري او دوه اړخیزې اړیکو کې په دې  وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ شوې دې

روس ولسمشر ویلي چې د روس او افغانستان ترمنځ اړیکو پیاوړي کولو مهمه وجه  د تېر کال هغه پرېکړه ده چې له مخې یې روس د افغانستان نوې واکمنې ادارې په رسمي توګه وپېژندلې

د روس ولسمشر پوتین دا څرګندونې د کریملین په ماڼۍ کې د یوې ځانګړې مراسمو پر مهال وکړې، چې پکې یې د بېلابېلو هېوادونو د سفیرانو اعتبارنامې ترلاسه کړې، په دې سفیرانو کې د اسلامي امارت افغانستان استازی ګل حسن حسن هم شامل وو

 ولادیمیر پوټین: روس غواړي افغانستان د یو خپلواک او باثبات هیواد په توګه اوویني

پوتین زیاته کړه چې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان   کې د څارونکي هېواد حیثیت لري او روسیه لېواله ده چې افغانستان یو متحد، خپلواک او سوله‌ییز هېواد شي، چې له جګړو، ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو له قاچاق څخه پاک وي

دا مهمه ده او باید چې دلته یادونه وشی چې روس هغه لومړۍ هیواد دې چې تیرکال ۲۰۲۵ د جولایی په ۲مه نیټه ی د افغانستان اسلامي امارت په رسمي ډول د پیژندلو اعلان وکړو

نورخبرونه: د افغانستان اسلامي امارت ستره سیاسي او سفارتي بریا

شوروي اتحاد د  افغانستان قبضه کولو وروسته بل کوم هیواد هدف وو؟

Related Articles

یو لوړ پوړي افغان چارواکی د زاړه ذهنیت له امله نیوکه شوی، چې د ټولنیزې نابرابرۍ د رامنځته کېدو او په حکومتدارۍ او عامه ژوند کې د عصریتوب د پرمختګ مخه نیسي

February 9, 2026

«تاسو چې هغه ټيټه او ناسم حرکت وکړ او لاس مو ورسره ونه مښود، اوس به یې سزا ووینئ او ستاسو چیغې به ټوله نړۍ واوري

February 9, 2026

د امنیتي چارواکو په وینا، په ټول بلوچستان کې امن او امان بېرته ټینګ شوی، د ترهګرۍ او بدامنۍ کې ښکېلو عناصرو پر ضد عملیات روان دي او د خلکو خوندیتوب باوري کېږي

February 9, 2026

دا اداره نه یوازې د هند بهرني اړیکې اغیزمنوي، بلکې د کورني سیاسي او کلتوري منظرنامې په جوړولو کې هم ژور اغیز لري، چې د ډیموکراسۍ، شفافیت او عامه باور په اړه جدي پوښتنې راولاړوي

February 9, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *