تازه خبرونه

 پاکستان او ورلډلیبرټي فاینننشل ترمنځ تړون لاسلیک شوې

دا تړون د پاکستان د حکومت او ایس سي فایننشل ټیکنالوژیز ایل ایل سي ترمنځ لاسلیک شو،دا اداره د ورلډ لبرټي فایننشل اړوند شرکت دی
اقتصاد پوهان وایی دې سره به د پاکستان د ډیجیټل کرنسۍ په میدان کې ښه مثبت پرمختګ وشي

په انځور کښې ښکاري چې د پاکستان لوړ پوړه چارواکي او د یاد تنظمیم استازې په تړون لاسلیک کوي

پاکستان او ورلډ لبرټي فایننشل ترمنځ د سرحد پار تادیاتو لپاره د ډالر سره تړلي سټېبل کواین د کارولو په اړه تړون لاسلیک کړې دې

 پاکستان د ورلډ لبرټي فایننشل  تنظیم  سره یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به د سرحد پار تادیات ،د پیسو راکړې ورکړې لپاره د یادې ادارې له ډالر سره تړلي سټېبل کواین د کارولو امکان وڅېړل شي۔

د دې تفاهم‌لیک  د لاسلیک مراسم د وزیراعظم محمد شهباز شریف، فیلډ مارشل سید عاصم منیر   او لېفټیننټ جنرل محمد عاصم ملک، د آی‌اېس‌آی مشر او د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په حضور کې ترسره شول

یاد تفاهم‌لیک د پاکستان د حکومت او ایس سي فنانشل ټیکنالوژیز ایل ایل سي ترمنځ لاسلیک شو، چې دا اداره د ورلډ لبرټي فایننشل اړوند   شرکت دی

مهمه ده چې یادونه وشی چې دا تړون   له سرحد نورو لوري ته راکړو ورکړو لپاره د ډیجیټل تادیاتي جوړښتونو   د رامنځته کولو او پراختیا په اړه دې

د لاسلیک په مراسمو کې د پاکستان له لوري د خزانې وزیر محمد اورنګزیب او د ورلډ لبرټي فایننشل اجرائیه مشر   ښاغلي زکری وِټکوف د خپلو اړوندو خواوو استازیتوب وکړ د هیواد اقتصادي کارپوهان وایی چې د امریکا او پاکستان دې شرکت ترمنخ له دې تړون وروسته به د پاکستان په ډیجیټل کرنسۍ میدان کې یو ښه مثبت پرمختګ وشی کومه به چې د ملک په عمومي اقتصاد ښه اغیزه وکړي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *