پاکستان او ورلډ لبرټي فایننشل ترمنځ د سرحد پار تادیاتو لپاره د ډالر سره تړلي سټېبل کواین د کارولو په اړه تړون لاسلیک کړې دې
پاکستان د ورلډ لبرټي فایننشل تنظیم سره یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به د سرحد پار تادیات ،د پیسو راکړې ورکړې لپاره د یادې ادارې له ډالر سره تړلي سټېبل کواین د کارولو امکان وڅېړل شي۔
د دې تفاهملیک د لاسلیک مراسم د وزیراعظم محمد شهباز شریف، فیلډ مارشل سید عاصم منیر او لېفټیننټ جنرل محمد عاصم ملک، د آیاېسآی مشر او د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په حضور کې ترسره شول
یاد تفاهملیک د پاکستان د حکومت او ایس سي فنانشل ټیکنالوژیز ایل ایل سي ترمنځ لاسلیک شو، چې دا اداره د ورلډ لبرټي فایننشل اړوند شرکت دی
مهمه ده چې یادونه وشی چې دا تړون له سرحد نورو لوري ته راکړو ورکړو لپاره د ډیجیټل تادیاتي جوړښتونو د رامنځته کولو او پراختیا په اړه دې
د لاسلیک په مراسمو کې د پاکستان له لوري د خزانې وزیر محمد اورنګزیب او د ورلډ لبرټي فایننشل اجرائیه مشر ښاغلي زکری وِټکوف د خپلو اړوندو خواوو استازیتوب وکړ د هیواد اقتصادي کارپوهان وایی چې د امریکا او پاکستان دې شرکت ترمنخ له دې تړون وروسته به د پاکستان په ډیجیټل کرنسۍ میدان کې یو ښه مثبت پرمختګ وشی کومه به چې د ملک په عمومي اقتصاد ښه اغیزه وکړي