تازه خبرونه

افغان طالبان: تورخم له لارې ۱۷۶۶ افغان وګړي هیواد ته راستانه شول

افغان طالب چارواکو په یو راپور کې ویلي دي چې له پاکستان څخه راستانه شوي افغان وګړي ننګرهار،کونړ، لغمان او کابل ته واستول شول
پاکستان افغان مهاجرینو لپاره افغانستان ته د واپس ستیندلو لپاره ټولې دروازې پرانستلې دي

افغان طالب چارواکو په یو راپور کې ویلي دي چې له پاکستان څخه راستانه شوي افغان وګړي ننګرهار،کونړ، لغمان او کابل ته واستول شول

تورخم: د افغانستان طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء هیواد ته د واپس راستانه شویو افغان کورنیو په اړه جوړې شوو د  کمېټو ورځنی کاري راپورخپور کړې دې

راپور د د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۲۳هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۲۳هـ ل نېټې سره، سمون خوري، په راپو رکې وایی چې   د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي

د اسلام کلا له لارې (۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱) کورنیو سره مجموعًا (۸۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۴)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۴۲۸)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲)کورنۍ سره مجموعًا (۱۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۲۳۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲)عدد سیمکارت، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د سپین بولدک له لارې (۳۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۵)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي

له سپین بولدک څخه (۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۷)تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۴۷۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵)کورنیو سره مجموعًا (۲۷۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۵۱۴)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۱)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

د تورخم له لارې (۳۱۴)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۷۶۶)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

له تورخم څخه (۱۵۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۵۷)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۱۳۲۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۷۶)کورنیو سره مجموعًا (۱۵۰۸۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۳۴)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدارنګه په تورخم کې د عامه پوهاوي په موخه د لیکنو لړۍ هم جریان لري.

د بهرامچې له لارې (۲۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۹)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

 د هلمند له بهرامچې څخه (۲۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۵)تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۱۵۱۳۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۵)کورنیو سره مجموعًا (۲۲۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

له کابل څخه (۴۷)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۸)تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۸۴۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

 ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۴۰۱)کورنۍ او (۲۱۶۵)افراد

 لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۲۳۶)کورنۍ او (۱۲۷۷)افراد  

 مرسته شوي مهــاجرین:              (۲۴۹)کــورنۍ  وېشل شوي سیمکارتونه:              (۳۶۷)عــــدده

Related Articles

د برتانیا د پناه غوښتنې په نظام کې قانوني نیمګړتیاوې او د محلي مشورتي ډلو له لارې د جعلي دعوو د جوړېدو انکشاف شوی دی

April 16, 2026

راشد خان د نړیوال کرکټ په مشورتي بورډ کې د نوي رول کیسه

April 16, 2026

د لاهور په پیکو روډ سیمه کې نامعلومه موټرسایکل سپرو کسانو په ډزو کې د تحریک حرمت رسول پاکستان مشر مولانا امیر حمزه ټپي شوی دی

April 16, 2026

د هنر او کلتور په نوم د دولتي قوانینو سرغړونه او له ملي وقار څخه انحراف د منلو وړ نه دي. د عدلي احکامو او اصولو مراعت د هرې ادارې قانوني او اخلاقي ذمه واري ده

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *