تازه خبرونه

افغان وارد کوونکو سوداګرو لپاره ځانګړې اعلامیه خپره شوې

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ بندرونه له تیرو درې میاشتو راهیسي بند دي

د افغان سوداګرو ترمخه د بارډر تړلو له امله ددوی په زرګونو د تجارتي توکو ډک ګاړي په پاکستان کې بند پاتې دي

د پاکستان د وفاقی سوداګرۍ وزارت افغان وارد کوونکو سوداګرو تہ خپل سوداګریز توکي  د بل ھیواد د بندورونو تہ  له لارې راوړلو اجازہ ورکړې ده

 د وزارت یو مھم اہلکار هندوکش ټریبیون تہ د ټیلي فون له  لارے ووایل چی د پاکستان حکومت  د افغانستان د بیا بیا درخواست روستو ټولو افغان مالونو سوداګرو او وارد کوونکو تہ خپل مال د ایران یا بل بندر له لارې خپل هیواد ته د راوړلو اجازہ ورکړې ده

د پاکستان د سوداګرۍ وزارات په اعلامیه  کې ویلي دي چې  هغه د افغانستان د ترانزیټ سوداګریز توکي چې د کراچۍ او ګوادر په بندرونو او همدارنګه د سرحدي تېرېدونکو لارو کې بند پاتې دي، د صادرونکو د غوښتنې په صورت کې له  بل کوم  بندر څخه بېرته (ری‌اېکسپورټ) کولې شي په اعلامیه کې ویل شوي دي چې دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې په دې اړه  ځانګړی استثنا منظوره کړه

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *