په داسې وخت کې چې د پاکستان او افغانستان ګاونډي هیوادونو دوه اړخیزې اړیکې سختې ترینګلې شوي دي د هند په نوي ډیلي د افغان سفارت چارواکو او د هند د بهرنیو چارو وزارت یو مهم چارواکي کتنه کړې ده
د راپورونو ترمخه د هند په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست ښاغلي مفتي نور احمد نور د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي مسئول ښاغلي آنند پرکاش سره کتنه کړې ده
د راپورونه ترمخه په دې لیدنه کې د هند او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، د سوداګرۍ په پراختیا، په ویزو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې شوي دي
راپورونه وایی چې په دې کتنه کې په هند کې د افغان سوداګرو، محصلینو او مېشتو افغان اتباعو پر ستونزو هم ډیرې مفصلې او مثبتې خبرې وشوې
د راپورونو ترمخه د دواړو لوریو په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اړیکو د ټینګښت، د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پر پراختیا ټینګار وکړ
نورخبرونه: د افغان دیني عالمانو فتوی او د افغان طالبانو ضدي سیاست