تورخم: نن د ګل په ورځ په پاک افغان پوله تورخم له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلو د سمګلینګ هڅه ناکامه کړل شوه
د سرحدي سرچینو په وینا، چارواکو د تلاشي پر مهال له یوه ټرک څخه د کارتوسونو او مېګزینونو لویه اندازه برامد کړه
سرچینې وايي، ټرک او ډرایور د چارواکو له لوري په ولکه کې اخیستل شوي او له نیول شوي ډرایور څخه نورې پلټنې پیل شوې دي
د پاکستان کسټم هاوس تورخم د سرچینو له مخې، د کسټمز کلیکټر اپریزمنټ او ایډیشنل کلیکټر امیر حمزه چیمه د پټې استخباراتي اطلاع پر بنسټ دا کارروایي وکړه او افغانستان څخه پاکستان ته را داخلیدونکي یو ټرک ی تلاشي کړو
د تلاشۍ پر مهال ی زیات شمیر کې مرمۍ ی د ټرک پټو ځایونو څخه برامد کړې چې ښایی د یو ترهګریز برید لپاره پاکستان ته راوړل کیدلې
د یادونې وړ ده چې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته، د اربونو ډالرو په ارزښت وسلې هلته پاتې شوې دي، چې د امنیتي سرچینو په وینا، ناقانونه ترهګره ډله تحریک طالبان پاکستان یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او عام وګړو پر ضد په بریدونو کې کاروي دلته دا هم باید یادونه وشی چې ملګرو ملتونو او امریکايي چارواکو هم دغه ترهګره ډله د سیمې د هېوادونو او پاکستان لپاره یو لوی امنیتي ګواښ بللی دې
مهمه ده چې یادونه وشی چې دا ټرک له پاکستان څخه افغان مهاجرینو کورنۍ افغانستان ته انتقالولو وروسته واپس پاکستان ته راداخلیدلو چې له کسټم چارواکو لوري ونیول شو
نورخبرونه: ملګرو ملتونو غیرقانوني ګرځول شوې ټي ټي پي ډله پاکستان لپاره لوی ګواښ بللې