د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد وسله وال مقاومت او بریدونه په څرګند ډول زیات شوي دي
د راپورونو ترمخه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې این ار ایف او د افغانستان د ازادۍ جبهې ای ایف ایف له لوري د طالبانو د پوځي او استخباراتي جوړښتونو پر ضد عملیات پرلهپسې او همغږي بریدونه شوي دي
د افغانستان مقاومت فرنټ وویلی په ټول هېواد کې ټولټال ۱۶ بریدونه ترسره شوي، چې له امله یې لږ تر لږه ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ نور ټپیان شوي او درې طالب وسایط ویجاړ شوي دي. د بریدونو تر ټولو لوړه شمېره په کندز کې ثبت شوې
خو سربېره پر دې په پنجشیر، بغلان، فاریاب، بدخشان، هرات او کابل کې هم عملیات ترسره شوي دي. په دغو بریدونو کې د طالبانو پوستې، د کنډک مرکزونه، د جذب او استخدام مرکزونه، استخباراتي تاسیسات او وسایط په نښه شوي دي
د مقاومت سرچینو په وینا، این آر ایف اووه بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې ۲۹ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي، او دوه وسایط ویجاړ شوي دي
څیړنی ښیې د دغو بریدونو تر ټولو مهم یې په پنجشیر کې و، چې د طالبانو پر یوه د کنډک پر مرکز برید کې ۱۷ جنګیالي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. همداراز، په کندوز او بغلان کې د این ار ایف نور عملیات د طالبانو پوستې په نښه کړې او د طالبانو د کمین هڅې یې شنډې کړې،په داسې حال کې چې په هرات کې په یو پټ عملیاتو کې د طالبانو استخباراتي کسان وژل شوي او د وسلو لویه ذخیره ترې نیول شوې ده
د تېرې میاشتې په ترڅ کې د این ار ایف فعالیتونه دا ښيي چې یادې ډلې په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د پوځي جوړښت د کمزوري کولو هڅه کړې ده. یوازې په کندوز کې په څو بریدونو کې پنځه طالبان وژل شوي، پنځه ټپیان شوي او دوه وسایط ویجاړ شوي، په داسې حال کې چې په بغلان کې نښتو کې درې طالب جنګیالي وژل شوي دي
د این آر ایف،قامي مقاومت محاذ تر څنګ د افغانستان د ازادۍ جبهې ،اې ایف ایف هم په بېلابېلو سیمو کې نهه بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۰ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي او ددوی مرکز ی نړولې دې
د یادونې ده چې دا عملیات په کندوز، بدخشان، فاریاب او کابل کې راپور شوي، چې د طالبانو د جذب مرکزونه، احتیاطي ځواکونه، د کنډک مرکزونه او استخباراتي تاسیسات یې په نښه کړي دي
د اې ایف ایف د مهمو بریدونو څخه یو یې په کندز کې د طالبانو پر یوه جذب مرکز برید و، چې په کې د یوه مهم قومندان په ګډون دوه جنګیالي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. په بدخشان کې د والي دفتر ته نږدې پر طالبانو د احتیاطي ځواک برید شوی، او په فاریاب کې د طالبانو د کنډک پر مرکز برید ترسره شوی، چې ورپسې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د طالبانو پر عدلي پولیسو د راکټ برید شوی، چې له امله یې څلور طالب جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. په کابل کې هم جلا جلا بریدونو د طالبانو استخباراتي وسایط او پوستې په نښه کړي، چې په پایله کې یې پنځه جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي په ټولیز ډول، د این آر ایف او اې ایف ایف وروستي عملیات د طالبانو د رژیم پر وړاندې د جدي امنیتي ستونزو څرګندونه کوي او دا ښيي چې د وسله والو مقاومت ډلو عملیاتي وړتیا، همغږي او جغرافیایي پراختیا مخ پر زیاتېدو ده
نورخبرونه: د افغانستان ملي مقاومت په کندوز ولسوالۍ کی د دو طالبانو د وژنې دعوی کړې