تازه خبرونه

جنرال عاصم منیر د راتلونکو جګړو لپاره په تیاریو زور ورکړې

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر او فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر ویلي دي چې پاکستان پوځ د عصري اړتیاوو سره د سمون بشپړه وړتیا لري
د پاکستان پوځ مشر جنرل عاصم منیر ویلي دي چې پاکستان پوځ د هر قسم ګواښ مخه نیولو لپاره تیار دې

د پاکستان پوځ ویاندې ادارې آی‌اېس‌پي‌آر له مخې، فیلډ مارشل د سي‌اېم‌اېچ لاهور د های کېئر سنټر دوره هم وکړه

د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر چیف آف ڈیفنس فورسز، فیلډ مارشل سید عاصم منیر ویلي دي چې د ملي امنیت پر وړاندې د هر ډول ګواښ په اړه د صفر زغم  پالیسي لري، او د هېواد خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه د پاک پوځ اساسي مأموریت دې او په دې هیڅ کوم جوړ جاړې نه  کوو

د آی‌اېس‌پي‌آر له مخې، فیلډ مارشل سید عاصم منیر د لاهور ګیریژن دوره وکړه، چېرې چې ورته د ټریننګ  په اړه تفصیلي بریفنګ ورکړل شو

آی‌اېس‌پي‌آر ویلي، فیلډ مارشل د فارمېشن تر سیوري لاندې د روزنیزو مشقونو جاج واخیست، د راتلونکو جګړو لپاره پر تیاریو او نوښتونو د تمرکز ټینګار یې وکړ او سرتېرو ته برابرې شوې ورزشي او تفریحي اسانتیاوې یې وستایلې

د آی‌اېس‌پي‌آر له مخې، فیلډ مارشل د سي‌اېم‌اېچ لاهور د های کېئر سنټر دوره هم وکړه او د طبي عملې او ادارې د خدمتونو  ستاینه یې وکړه.

په لاهور ګیریژن کې افسرانو ته د وینا پر مهال، د دفاعي ځواکونو مشر وویل چې د ملي امنیت پر وړاندې د ګواښونو په اړه  د صفر زغم  پالیسي عملي ده، پاک پوځ د هر ډول ننګونو پر وړاندې د مقابلې بشپړ عزم لري، او د هېواد خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ساتل د پوځ تر ټولو لومړنی مأموریت دی

فیلډ مارشل زیاته کړه چې د پاکستان وسله‌وال ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او داخلي ثبات د ساتنې لپاره کلک ولاړ دي او پوځ د لوړو مسلکي معیارونو، نظم او بې‌غرضه ملي خدمت دود ته وده ورکوي د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر وویل چې پاک پوځ د عصري اړتیاوو سره د سمون بشپړه وړتیا لري، او د سرتېرو فزیکي فټنس او مورال د پوځ له لومړیتوبونو څخه دي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *