د بنګلهدېش کرکټ بورډ ،بي سي بي مشر چارواکي او ډایریکټر آصف اکبر په ښکاره ټکو سره ویلي چې د بنګلهدېش ملي لوبډله به د ټوینټي۲۰ نړیوال جام د سیالیو لپاره په هېڅ ډول کوم شرطونو هند ته لاړه نه شي
د بنګله دیش ملي کرکټ لوبډلې دې پریکړې په اړه ی د بي سي بي مشر آصف اکبر په رسمي بیان کې وویل، د آی سي سي له لوري که سریلانکا یا بنګلهدېش د کوربتوب لپاره وټاکل شي، دا جلا موضوع ده؛ خو د بنګله دیش کرکټ لوبډلې لپاره اوسنی امنیتي وضعیت په هند کې مناسب نه دې
د پریس ریلیز له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوې ترینګلتیا یو اساسي لامل د آی پي ایل له سیالیو څخه د بنګلهدېشي تېز بالر مستفیض الرحمان لرې کېدل دي
راپور زیاتوي چې هندي تندلارو تر ګواښونو وروسته د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې نوموړی له ټیم څخه لیرې کړو ، چې له امله یې اړیکې ترینګلې شوې بي سي بي بېړنی غونډه راوغوښته او پرېکړه یې وکړه چې ملي ټیم به هند ته و نه لیږل شي
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې مستفیض الرحمان مخکې د شاه رخ خان ملکیت ټیم کې له ۹ کروړه هندي روپیو په ډېر ارزښت اخیستل شوی و، خو د افراطي عناصرو له سختو عکسالعملونو وروسته یاد لوبغاړی له ټیم څخه لرې کړل شو
د بنګلهدېش کرکټ بورډ ټینګار کړی چې د لوبغاړو امنیت یې تر ټولو ستر او د پام وړ دی او هر ډول وروستۍ پرېکړه به د آی سي سي له سلا او متبادلو امکاناتو سره سمه اعلان کړې
سپورټس کې د هند لوري کرکه او سیاست
دلته دا هم مهمه ده چې د هند په کرکټ لوبډله او د هند کرکټ بورډ پر چارواکو باندې په دې وروستنو کې د کرکټ مینه والو لوري سختې نیوکې وشوې کله چې دوی د پاکستان کرکټ بورډ او د آسیا کرکټ کونسل مشر محسن نقوي څخه د آسیا کرکټ ټرافي له اخستلو انکار وکړو
د کرکټ مینه والو دریځ وړاندې کړو چې په سپورټس کې کرکه او سیاست نه وي خو له بده مرغه دا د هند کرکټ لوبغاړي دي چې په لوبه کې ی کرکه او سیاست رامنځته کړې دې