تازه خبرونه

د پاکستان پوځ ویاند څرګندونو ته اسلامي امارت تود غبرګون

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د پاکستان پوځ د افغانستان په اړه څرګندونې په کلکو ټکو کې غندي
د پاکستان پوځ ویاند نن د افغانستان په حکومت نیوکې کړې وې چې دوی د دوحه تړون کې کړې ژمنې نه پلي کوي

ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د پاکستان پوځ له په کار دي چې د افغانستان په اړه داسې غیرمسولانه او تحریکوونکي څرګندونې و نه کړي او باید پاکستان په خپلو مسلو تمرکز وکړي

د پاکستان د پوځ ویاند له لوري د افغانستان په اړه وروستیو څرګندونه ته د افغانستان اسلام امارت حکومت تود غبرګون ښودلې دې

د افغانستان اسلام امارت په یو بیان کې ویلي دي چې د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ تبصرې چې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې یې د افغانستان  حکومتي او اجتماعي ساختار په اړه کړي دي، نه یوازې له واقعیت سره هیڅ تړاو نه لري، بلکې د یو مسؤل پوځي موقف له معیارونو سره هم په ټکر کې دي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد خپل تود غبرګون ښودلو په مهال ویلي دي چې اسلامي امارت دا ډول غیرمسؤولانه او تحریکوونکې څرګندونې په کلکو ټکو غندي او د پاکستان له اړوندو ادارو غواړي چې د رسمي موقفونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بې‌منطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو داخلي مسلو او ستونزو په هوارولو باندې تمرکز وکړي

ویاند زیاته کړې ده چې افغانستان د قوي امنیتي جوړښت او مقتدرې رهبرۍ لروونکی یو خپلواک، او باثباته هېواد دی چې د افغانستان په ټولې خاورې کامل حاکمیت لري

ویاند په کلک غبرګون ښودلو سره ویلي دي چې موږ غواړو په صراحت ووایو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول افغان ملت ته هېڅکله د منلو وړ نه دي. د ویاند د خپور بیان ترمخه اسلامي امارت د پاکستان په اړوندو ادارو غږ کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، د مسؤلانه دریځ او سنجیده څرګندونو لاره خپله کړي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *