د پاکستان د پوځ ویاند له لوري د افغانستان په اړه وروستیو څرګندونه ته د افغانستان اسلام امارت حکومت تود غبرګون ښودلې دې
د افغانستان اسلام امارت په یو بیان کې ویلي دي چې د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ تبصرې چې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې یې د افغانستان حکومتي او اجتماعي ساختار په اړه کړي دي، نه یوازې له واقعیت سره هیڅ تړاو نه لري، بلکې د یو مسؤل پوځي موقف له معیارونو سره هم په ټکر کې دي
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد خپل تود غبرګون ښودلو په مهال ویلي دي چې اسلامي امارت دا ډول غیرمسؤولانه او تحریکوونکې څرګندونې په کلکو ټکو غندي او د پاکستان له اړوندو ادارو غواړي چې د رسمي موقفونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بېمنطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو داخلي مسلو او ستونزو په هوارولو باندې تمرکز وکړي
ویاند زیاته کړې ده چې افغانستان د قوي امنیتي جوړښت او مقتدرې رهبرۍ لروونکی یو خپلواک، او باثباته هېواد دی چې د افغانستان په ټولې خاورې کامل حاکمیت لري
ویاند په کلک غبرګون ښودلو سره ویلي دي چې موږ غواړو په صراحت ووایو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول افغان ملت ته هېڅکله د منلو وړ نه دي. د ویاند د خپور بیان ترمخه اسلامي امارت د پاکستان په اړوندو ادارو غږ کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، د مسؤلانه دریځ او سنجیده څرګندونو لاره خپله کړي