تازه خبرونه

 خېبرپښتونخوا حکومت: تراوسه ۶لاکه او نزدی ۸۳ زره افغان کډوال افغانستان ته واپس لیږل شوي  

یوازی د خيبر پښتونخوا نه دوه لاکه او ۱۹ زره غیر قانونی کډوال افغانستان ته واپس ستانه شوي د ي
په تورخم پوله کې د افغانستان پر لور د ستنېدونکو افغان وګړو او نورو ناقانونه بهرنیانو منظر

د خیبر پښتونخوا ضلع خیبر لنډي کوتل کې له تورخم سرحد له لارې افغانستان ته د افغان مهاجرنیو د واپس ستنیدلو لړۍ دوام لري

پېښور :  د خېبرپښتونخوا د حکومت د کورنیو  او قبایلي چارو تر څار لاندې صوبايي فارن سیکیورټي سېل تر ۵ جنورۍ ۲۰۲۶ پورې د ناقانونه بهرنیانو، په ځانګړي ډول د افغان وګړو، د ستنېدو تازه شمېرې خپرې کړې دي

د سرکاري راپور له مخې یوازې د خېبرپښتونخوا د سرحدي لارو ۱،۷۴۲ د پي‌او‌آر کارډ لرونکي، ۳۷۶ د اې‌سي‌سي کارت لرونکي او ۵۶۲ ناقانونه بهرنيان بېرته خپلو هېواد ته لېږل شوي دي.

 په مجموعی توګه تر دې دمه د خېبرپښتونخوا له لارې ۲۱۹،۲۴۸ د پي‌او‌آر، ۶۹،۹۱۲ د اې‌سي‌سي کارډ لرونکي او ۶۸۲،۹۷۸ ناقانونه کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

د سرحدي چارواکو د شميرو ترمخه  تر ټولو ډېرې ستنېدنې د تورخم له لارې شوې دي، چېرته چې تر اوسه ۶۷۳،۸۳۲ ناقانونه کسان بېرته لېږل شوي دي.

همدارنګه، د انګور اډې، خرلاچي او د سُست (چین) له پولې څخه هم په محدود شمېر کې تګ راتګ ثبت شوی دی.

د نورو صوبو له خوا ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، له اسلام‌اباد، پنجاب، ګلګت بلتستان، آزاد کشمیر او سند څخه هم ناقانونه بهرنيان د خېبرپښتونخوا له لارې ډیپورټ شوي دي.

په مجموعي توګه له نورو صوبو څخه ۳۸،۹۷۴ کسان راپور شوي، چې پکې ډېری ناقانونه مېشت وګړي شامل دي.

د ټرانزټ پواینټونو او حراستي مرکزونو د شمېرو له مخې، د پېښور، لنډي کوتل او د کوهاټ د زندان له لارې هم د ډیپورټیشن بهیر روان دی.

د ۵ اپرېل ۲۰۲۵ څخه تر دې مهاله له دغو مرکزونو ۷،۹۷۷ کسان ټرانزټ شوي او ۲،۲۴۱ کسانو شپه تېره کړې ده.

د راپور له مخې، یوازې د نن ورځې د رضاکارانه ستنېدونکو په ډله کې ۱،۷۴۱ د پي‌او‌آر، ۳۷۵ د اې‌سي‌سي کارت لرونکي او ۴۱۵ ناقانونه کسان شامل وو، په داسې حال کې چې د جبري ډیپورټیشن له لارې هم زرګونه کسان بېرته لېږل شوي دي. د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا بهیر د وفاقي حکومت د لارښوونو له مخې روان دی او اړوند راپور د کورنیو چارو وزارت او د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی دفتر ته لېږل شوی دی

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *