پېښور : د خېبرپښتونخوا د حکومت د کورنیو او قبایلي چارو تر څار لاندې صوبايي فارن سیکیورټي سېل تر ۵ جنورۍ ۲۰۲۶ پورې د ناقانونه بهرنیانو، په ځانګړي ډول د افغان وګړو، د ستنېدو تازه شمېرې خپرې کړې دي
د سرکاري راپور له مخې یوازې د خېبرپښتونخوا د سرحدي لارو ۱،۷۴۲ د پياوآر کارډ لرونکي، ۳۷۶ د اېسيسي کارت لرونکي او ۵۶۲ ناقانونه بهرنيان بېرته خپلو هېواد ته لېږل شوي دي.
په مجموعی توګه تر دې دمه د خېبرپښتونخوا له لارې ۲۱۹،۲۴۸ د پياوآر، ۶۹،۹۱۲ د اېسيسي کارډ لرونکي او ۶۸۲،۹۷۸ ناقانونه کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د سرحدي چارواکو د شميرو ترمخه تر ټولو ډېرې ستنېدنې د تورخم له لارې شوې دي، چېرته چې تر اوسه ۶۷۳،۸۳۲ ناقانونه کسان بېرته لېږل شوي دي.
همدارنګه، د انګور اډې، خرلاچي او د سُست (چین) له پولې څخه هم په محدود شمېر کې تګ راتګ ثبت شوی دی.
د نورو صوبو له خوا ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، له اسلاماباد، پنجاب، ګلګت بلتستان، آزاد کشمیر او سند څخه هم ناقانونه بهرنيان د خېبرپښتونخوا له لارې ډیپورټ شوي دي.
په مجموعي توګه له نورو صوبو څخه ۳۸،۹۷۴ کسان راپور شوي، چې پکې ډېری ناقانونه مېشت وګړي شامل دي.
د ټرانزټ پواینټونو او حراستي مرکزونو د شمېرو له مخې، د پېښور، لنډي کوتل او د کوهاټ د زندان له لارې هم د ډیپورټیشن بهیر روان دی.
د ۵ اپرېل ۲۰۲۵ څخه تر دې مهاله له دغو مرکزونو ۷،۹۷۷ کسان ټرانزټ شوي او ۲،۲۴۱ کسانو شپه تېره کړې ده.
د راپور له مخې، یوازې د نن ورځې د رضاکارانه ستنېدونکو په ډله کې ۱،۷۴۱ د پياوآر، ۳۷۵ د اېسيسي کارت لرونکي او ۴۱۵ ناقانونه کسان شامل وو، په داسې حال کې چې د جبري ډیپورټیشن له لارې هم زرګونه کسان بېرته لېږل شوي دي. د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا بهیر د وفاقي حکومت د لارښوونو له مخې روان دی او اړوند راپور د کورنیو چارو وزارت او د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی دفتر ته لېږل شوی دی