تازه خبرونه

پاکستان په دفاع او ګڼو نورو برخو کې پر هند برلاسۍ ترلاسه کړې:فاینانشل ټایمز

د برتانیا ورځپاڼې فاینانشل ټایمز لیکلي دي چې د پاکستان فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر یوه لویه او ګټوره جنګی تګلاره جوړونکې او ستراتیژیک شخصیت دې
پاکستان هند ته د کال ۲۰۲۵ د میی په جنګ کې شکست ورکړو او نړیوالو دا اومنل

نړیواله رسنۍ وایی چې د پاکستان پوځي مشر او فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر د چمتو جنګي ستراتیژۍ له امله پاکستان په هند برلاسي ترلاسه کړه

د برتانیا ورځپاڼې فاینانشل ټایمز د پاکستان او هند ترمنځ د جنګ پر مهال د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر په اړه د چمتو جنګي ستراتیژي جوړولو په اړه یو مهم راپور خپور کې دې

فاینانشل ټایمز پ خپل راپور کې د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر او  فیلډ مارشل جنرال  عاصم منیرد څو اړخیزې بهرنۍ تګلارې په ډګر کې یو وړ او تکړه ستراتیژیک شخصیت  بللی دی او ستاینه یې کړې چې هغه د نړېوالو پېچلو حالاتو د سم مدیریت وړتیا لري

راپور ټینګار کوي چې عاصم منیر په بدلېدونکي نړېوال نظام کې یو وړ مشرتابه لري، او د هغه ستراتیژیک لرلید او ډيپلوماتیک چمتووالې يې مهمې ځانګړتیاوې بللې دي


د نړېوالې ورځپاڼې فاینانشل ټایمز او د ګلوبل ایکونومک ګیلپ سروې وروستي راپورونه ښيي چې پاکستان د دفاع ترڅنګ په ګڼو مهمو برخو کې هم پر هند څرګنده برلاسي  ترلاسه کړې ده

د فاینانشل ټایمز د راپور له مخې، د پاکستان پوځي مشرتابه او جګړیزه تګلاره په سیمه کې نوې ستراتیژیک فضا رامنځته کړې چې له امله یې پاکستان پر هند برلاسې شوې دې

 په راپور کې راغلي چې د فیلډ مارشل تر مشرتابه لاندې نیول شوي پرېکړو د دفاعي تیاریو او عملیاتي وړتیاوو پیاوړتیا کې مهم رول ادا کړې دې

همدارنګه، د ګلوبل ایکونومک ګیلپ سروې وایي چې پاکستان نه یوازې د دفاع په برخه کې، بلکې د اقتصادي همکارۍ، سیمه‌ییزې ډيپلوماسۍ او ستراتیژیکو اړیکو کې هم پر هند څرګنده برلاسۍ ترلاسه کړې

د سروې له مخې، ګڼو نړېوالو بنسټونو د پاکستان تګلارې اغېزمنې او لرلید لرونکې بللې دي

شنونکي باور لري چې نړېوال وضعیت په چټکۍ بدلېږي او په سیمه کې د ځواک توازن نوې بڼه خپلوي. خو ځینې تجزیه‌کاران ټینګار کوي چې دایمي ثبات لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او د سولې هڅې هم  اړینې دي

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د تیر کال ۲۰۲۵ د میي پاکستان او هند ترمنځ جنګ کې د پاکستان فضایی ځواکونو د هند جنګي الوتکو لوري پاکستان ته راپيښ ټول ګواښونه او بریدونه خاوره سره خاوري کړې او د پاکستان ځواکونو د هند ۶ جنګی الوتکې چې پکې د فرانس جوړې رافیل الوتکې هم وې رانسکورې کړې

دلته ویلې شو چې پاکستان په دې جنګ کې هند ته غاښ ماتې شکست ورکړو او نړیوالو هیوادونو هم دا اومنله چې پاکستاني ځواکونو د هند جنګي الوتکې رانسکورې کړي دي په داسې حال کې چې د پاکستان یوه جنګي الوتکه هم له هند لوري را نسکوره نه کړې شوه او هند په دې جنګ کې له ماتې سره مخ شو

دا هم باید یادونه وشی چې د امریکا اولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د پاکستان فیلډ مارشل یو ډیر بااثره او ستر شخصیت بللې دې او ټرمپ څو څو ځل دا هم تکرار کړې چې پاکستان د هند جنګي الوتکې رانسکورې کړي دي او زما په منځګړتوب بیا جنګ پای ته ورسیدلو

دا هم مهمه ده چې د کال ۲۰۲۵ په وروستیو کې د سعودي عربستان لوري هم د پاکستان دفاعي پوځونو مشر ته د سعودي عربستان د باچا لوی انعام او مډال هم ورکړو او جنرال عاصم منیر ی یو لوی شخصیت وګرځول چې دا پاکستان او ټول پاکستاني ولس لپاره یو لوی ویاړ دې

Related Articles

د برتانیا د پناه غوښتنې په نظام کې قانوني نیمګړتیاوې او د محلي مشورتي ډلو له لارې د جعلي دعوو د جوړېدو انکشاف شوی دی

April 16, 2026

راشد خان د نړیوال کرکټ په مشورتي بورډ کې د نوي رول کیسه

April 16, 2026

د لاهور په پیکو روډ سیمه کې نامعلومه موټرسایکل سپرو کسانو په ډزو کې د تحریک حرمت رسول پاکستان مشر مولانا امیر حمزه ټپي شوی دی

April 16, 2026

د هنر او کلتور په نوم د دولتي قوانینو سرغړونه او له ملي وقار څخه انحراف د منلو وړ نه دي. د عدلي احکامو او اصولو مراعت د هرې ادارې قانوني او اخلاقي ذمه واري ده

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *