تازه خبرونه

افغانستان اسلامي امارت: د حماس مرکزي ویاند ابوعبیده په مرګ خواشيني څرګندوو

د افغانستان اسلامي امارت له لوري یو خبر خپور شوې ، خبرکې افغان چارواکو د حماس پوځي څانګې ویاند ابوعبیده په وژنه د غم او خواشينې څرګندونه شوې ده
حماس په یو بیان کې بل نوې ویاند ټاکلې دې چې هم دې ابوعبیده په نوم ی یاد کړې دې

اسلام امارت چارواکي د خواشينۍ په پیغام کې وایی چې په ډیره خواشینۍ سره مو د فلسطین د جهادي حرکت حماس د کتائب القسام فوځي څانګې ویاند حذیفه الکحلوت (ابوعبیده)او یو شمیر نور مشرانو د شهادت خبر تر لاسه کړ

پرون په رسینو کې داسې خبرونه خپاره شول چې په غزه کې د اسرایلي ځواکونو پر ضد مبارزه کوونکې وسله والې ډلې حماس تاید کړه چې د حماس ډلې پوځي څانګې ویاند ابوعبیده د اسرایلي ځواکونو په یو برید کې ژوند له لاسه ورکړې دې

د ابوعبیده په مړینه او شهادت د افغانستان اسلامي امارت لوري د خواشینې پیغام مخې ته راغلې دې ، د حماس پوځي ویاند د وژنې په اړه د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ایکس پاڼه د خواشینۍ پیغام خپور کړې

په پیغام کې ویل شوي دي چې د افغانستان اسلام امارت د حماس غورځنګ د ویاند ابوعبیده او یو شمیر نورو قومندانانو د شهادت په اړه تسلیت او خواشیني څرګندوي

اسلام امارت چارواکي د خواشينۍ په پیغام کې وایی چې په ډیره خواشینۍ سره مو د فلسطین د جهادي حرکت حماس د کتائب القسام فوځي څانګې ویاند حذیفه الکحلوت (ابوعبیده)او یو شمیر نور مشرانو د شهادت خبر تر لاسه کړ چې نن یې رسما د حماس جهادي غورځنګ له خوا اعلان وشو.

د افغانستان اسلامي امارت له لوري د حماس پوځي ویاند د مړینې په اړه د قران شریف دا ایت هم لیکل شوې دې ، انالله و اناالیه راجعون

د خواشینۍ په دې بیان کې د اسلام امارت پیغام کې وایی چې د الله تعالی په لاره کې شهادت د مسلمانانو وروستی او لوی آرمان دی، په پیغام کې زیاتوي چې موږ یاد شهیدان لکه د اسلام د لارې د نورو شهیدانو غوندې بریالي او خپل ستر هدف ته رسیدلي بولو

نورخبرونه: حماس د خپل پوځي ویاند ابو عبیده شهادت په رسمي ډول تایید کړی

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *