د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وړمه ورځ پلازمینې کابل ته سفر وکړو او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره یې وکتل.
دا لیدنه د واشنګټن او د افغانستان د اسلامي امارت ترمنځ د دوامدار، عملي او محتاط تعامل بله بېلګه بلل کېږي
د افغان چارواکو په وینا، په دې ناسته کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزو تحولاتو او د همکارۍ پر راتلونکو لارو چارو خبرې وشوې
کابل دا خبرې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د امریکا له وتلو سره سم د اړیکو د نوې مرحلې په توګه انځوروي، خو شنونکي او د امریکا رسمي تګلارې ښيي چې دا تعامل لا هم تخنیکي، محدود او مشروط دی، نه دا چې د رسمي پېژندنې پر لور یو ګام وي
په افغانستان کی واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د امریکا تګلاره دا ده چې اړیکې باید موضوعي او عملي وي، لکه بشري مرستو ته لاسرسی، د ترهګرۍ پر وړاندې اندېښنې ، په افغانستان کې بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه اړوند ستونزې او مسلې
دلته دا خبره مهمه ده چې واشنګټن بیا بیا ټینګار کړی چې خبرې اترې د طالبانو د حکومت سیاسي مشروعیت یا رسمي پېژندنه نه معنا کوي
د لته باید ددې خبرې یادونه وشی چې سره له دې چې د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ اړیکې او خبرې دوام لري، خو امریکا خپله اساسي تګلاره نه ده بدله کړې.
باید دې مهم ټکې ذکر وشی چې د افغانستان د مرکزي بانک نږدې اووه میلیارده ډالر شتمنۍ لا هم کنګل پاتې دي، بندیزونه پر خپل ځای دي، او رسمي پېژندنه نه ده شوې. امریکايي چارواکي د ښځو د حقونو، د ټولشموله حکومت نشتوالي او د باور وړ د ترهګرۍ ضد تضمینونو د نه شتون اندېښنې یادوي
که څه هم راپورونه ښيي چې خلیلزاد د امنیت او بیارغونې د پرمختګونو ستاینه کړې، خو نړیوال څارونکي یو متضاد انځور وړاندې کوي
د ملګرو ملتونو راپورونه لا هم په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان ، له القاعده سره تړلو عناصرو او داعش-خراسان د حضور او فعالیت یادونه کوي، چې دا ښيي امنیت په ټول هېواد او سیمه کې یو شان او ثابت نه دې
شنونکي وایي چې دا ډول ناستې له تبلیغاتي پلوه تر ډېره کابل ته ګټه رسوي، ځکه طالبانو ته دا زمینه برابروي چې د نړیوال تعامل انځور وړاندې کړي
په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له ډېرو نړیوالو څو اړخیزو چوکاټونو ګوښه دی، ملګري ملتونو او نړیوالو هیوادونو له لوري په رسمیت نه دې پیژندل شوي خو امریکايي چارواکي بیا دا خبرې تخنیکي او محدودې بولي، نه د اړیکو د عادي کېدو لاره
دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې څلور کاله د امریکا له وتلو وروسته هم په افغانستان کې بنسټیزې ستونزې حل شوې نه دي، لکه نړیواله پېژندنه، نړیوال مالي سیستم ته لاسرسی، د ترهګرۍ ضد تضمینونه، د کډوالو فشارونه او سیمهییز امنیتي اغېزې.
شنونکي خبرداری ورکوي چې تر هغو چې د حکومتدارۍ، بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او د باور وړ د ترهګرۍ ضد اقداماتو کې څرګند پرمختګ و نه شي، د کابل او واشنګټن اړیکې به محدودې وي او د معاملو ته ورته او تر نږدې څار لاندې پاتې شي
د سیمې اغېزې هم مهمې بلل کېږي، ځکه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هر ډول بدلون د ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران د پولې پورې غاړې امنیتي وضعیت سره تړاو لري.
کارپوهان وایي چې بې له حساب ورکونې خبرې اترې، په دوحه تړون عمل او ژمنې نه پوره کول د باور د کمېدو خطر زیاتوي او د افغانستان د راتلونکې پر وړاندې ولاړې بنسټیزې ستونزې نه شي هوارولی
نورخبرونه: امریکا د کابل انتظامیه لوري په هیواد کې د ډاډمن امنیت ستاینه کړې
په پاکستان نیوکو وروسته زلمۍ خلیلزاد له سختو غبرګونو سره مخ شو