تازه خبرونه

اسلام آباد ته د بغیر ایم ټیګ ګاړي په ننوتو بندیز لګیدلې

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اسلام‌اباد د سیف سټي د کېپیټل سمارټ سټي په بدلولو لپاره جامع پلان فیصله کړی
د اسلام‌اباد سیف سټي مرکزي کنټرول روم کې د امنیتي څارنې سیستم هروخت فعال وي ترڅو د عام وګړو د ژوند او مال څارنه وشي

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اسلام‌اباد سیف سټي په کېپیټل سمارټ سټي بدلولو باندې د بشپړه پلان پریکړه کړې ده

اسلام‌اباد : د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پرېکړه کړې چې له لومړۍ جنورۍ څخه به اسلام‌اباد ته د هغو موټرو پر داخلېدو بندیز ولګوې چې اېم ټېګ نه لري

نوموړي د اسلام‌اباد سیف سټي د کېپیټل سمارټ سټي په بدلولو لپاره د یو جامع او مفصل پلان د جوړولو لارښوونه هم کړې ده

محسن نقوي د وزیر مملکت طلال چوهدري سره یو ځای د اسلام‌اباد سیف سټي مرکزي دفتر کتنه هم وکړه ، چېرته یې د ډیجیټل وال له لارې د ښار د څارنې سیستم کتنه وکړه  او د نوې ټیکنالوژۍ په مرسته د امن عامه د ټینګښت لپاره پورته شوي اقدامات یې و ارزول

د کنټرول روم دننه د ځانګړي چینایي ډیسک له لارې د امنیتي څارنې نظام هم معاینه شو

د کورنیو چارو د وزیر په مشرۍ د سیف سټي په مرکزي دفتر کې یوه مهمه غونډه هم ترسره شوه چې پکې د ښار د اوسېدونکو د ځان او مال د ساتنې لپاره د روانو اقداماتو جاج واخیستل شو۔

وزیر داخله ټینګار وکړ چې د کېپیټل سمارټ سټي پر پروژه دې کار چټک کړل شي او ښاري اسانتیاوې لکه ریسکیو ۱۱۲۲، ټرافیک، امنیتي ادارې او سي ډي اېم اې  دې په یوه مرکزي نظام کې شاملې شي، تر څو ښاریانو ته اغېزمن او چټک خدمتونه وړاندې شي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *