تازه خبرونه

د اوبو کمښت:  کندهار او هلمند کی برېښنا په بشپړ ډول بنده شوې

د هلمند د کجکي په بند کې د اوبو ټیټې کچې د برېښنا تولید درولی؛ صنعتي سیمو ته به په محدود ډول سولري او ډیزلي برېښنا ورکړل شي
د هلمند ولایت د کجکي بند انځور، چې د وچکالۍ له امله پکې د اوبو کچه ټیټه ښکاري

پوهان اندیښنه څرګندوی چې د برېښنا کمښت به پر کورنیو، سوداګریزو فعالیتونو او صنعتونو منفي اغېز ولري او د وچکالۍ ځپلو ولایتونو اقتصادي ستونزې به لا زیاتې کړي

   په کندهار  کی ځایی سرچینو د شنبې په ورځ تایید کړی  چې د کجکي بند څخه کندهار او هلمند ولایتونو ته د برېښنا رسونه د اوبو د سخت کمښت له امله په بشپړ ډول درول شوې ده  چی له وجی دغه سیمې په تیاره کې بدلې شوې او کارخانو د نمر د بجلۍ انتظام کولی شی

د سرچینی وایی د هلمند ولایت  کجکي بند کې د اوبو د کچې ټیټېدو د برېښنا د پیداوار ټربایینونه اودرولی دی  چې له امله یې له نن ورځې څخه دواړو ولایتونو ته د برېښنا لېږد په بشپړ ډول بند شوې دې

 چارواکو خبرداری ورکړی چې که د اوبو کچه بېرته لوړه نه شي، دا وضعیت ښايي د نامعلومې مودې لپاره دوام وکړي

سرچینو ایچ ټي این  ته ویلي چې دا مهال په بند کې دومره اوبه نشته چې د برېښنا تولید ته دوام ورکړل شي، او دا ستونزه تر ډېره د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د اوږدمهالې وچکالۍ پایله ده

په همدې حال کې، د کندهار د برېښنا د وېش ادارې یوه چارواکي ویلي چې د برېښنا د بندېدو وروسته به د کندهار صنعتي پارک ته یوازې په محدود او نوبتي ډول د سولري او ډیزلي جنریټرو  له لارې برېښنا برابره شي

روانې وچکالۍ د کجکي بند د برېښنا د تولید وړتیا په پراخه کچه زیانمنه کړې او په سیمه کې یې د برېښنا پر موجودیت سخت اغېز کړی دی.

د یادونې وړ ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د کندهار د برېښنا شرکت هم خبرداری ورکړی و چې د اوبو د کمښت له امله به پر کندهار او هلمند ولایتونو د برېښنا رسونه محدوده کړي

پوهان یری څرګندوی چې د برېښنا کمښت به پر کورنیو، سوداګریزو فعالیتونو او صنعتونو منفي اغېز ولري او د وچکالۍ ځپلو ولایتونو اقتصادي ستونزې به لا زیاتې کړي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *