تازه خبرونه

 د قدرتي افتونو د مدیریت اداره : له دسمبر ۳۰ تر جنورۍ ۱ پورې د باران او واورې وریدلو امکان دې

پي ډي اېم اې وايي چې چترال، دير، سوات، شانګله، کوهستان، کولايي پالاس، مالاکنډ، بونير، مانسهره، بټګرام، تورغر، ايبټ آباد، هري پور، کرم، خيبر، باجوړ او مومند ضلعو کې وقفې وقفې سره د باران او تندر غورځیدلوامکان دې
په خيبرپښتونخوا کې د موسم او په غرني سيمو کې د واورې منظر

پي ډي اېم اې وايي په زياترو ضلعو کې به د تندر او برېښنا سره باران او په غرونو باندې واورې وریدو امکان دې

پېښور:  د خيبرپښتونخوا د قدرتي افتونو د مدیریت او سمبالښت ادارې  پی ډی ایم ای په صوبه کې د باران وړاند وینه  کړی او ویلی ی  دی  چې د دسمبر له ۳۰ نیټی څخه تر جنورۍ ۱ پورې به د صوبې په زياترو ضلعو کې د تندر او برېښنا سره باران وشي او په غرني سيمو کې به واوره ووریږی

د پي ډي اېم اې د رپورټ ترمخه  د خراب موسمي وضعې له امله د صوبایی ايمرجنسي آپرېشن سنټر له خوا ټولو اړوندو ضلعي انتظاميو او ادارو ته د اقداماتو لپاره الرټ جاري شوی دې

پي ډي اېم اې وايي چې چترال، دير، سوات، شانګله، کوهستان، کولايي پالاس، مالاکنډ، بونير، مانسهره، بټګرام، تورغر، ايبټ آباد، هري پور، کرم، خيبر، باجوړ او مومند ضلعو کې به د ټاکل شوې مودې پر مهال په وقفو سره  باران او د تندر غورځیدلو امکان وي

د ادارې په وينا، په صوابۍ، مردان، نوشهره، پېښور، چارسده، کوهاټ، هنګو، اورکزۍ، کرک، بنو، لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعيل خان او شمالي او جنوبي وزيرستان کې هم د باران اټکل شوی دی

پي ډي اېم اې خبرداری ورکړی چې د واورې ورېدو له امله به په ناران، کاغان، دير، سوات، مالاکنډ، کوهستان، مانسهره، ايبټ آباد، شانګله او ګليات سيمو کې د سخت باران له امله  سړکونه بندېدای شی او غر ښوویندنې پیښې هم مخې ته راتللې شي

ادارې دا هم ويلي چې په غرنۍ سيمو کې د ځمکې ښويېدو لينډ سلايډنګ او د واورينو ښوېدنو  خطرهم  شته. اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې چې د اوبو د ايستلو نظام فعال وساتي، د سړک غاړې بيل بورډونه خوندي کړي او د سيندونو، خوړونو او برساتي نالو دوامداره څارنه وکړي

پي ډي اېم اې له سيلانيانو او مسافرو غوښتنه کړې چې د واورې ورېدو پر مهال کافي اندازه اوبه، خوراکي توکي، درمل او ګرم کالي له ځان سره وساتي. همدارنګه، عامو خلکو ته سپارښتنه شوې چې د تيزو بادونو او تندر پر مهال د برېښنا له ستنو، اعلانې تختو او کمزورو ودانيو څخه ځان لرې وساتي

د پي ډي اېم اې وياند وويل چې د صوبایی  ايمرجنسي آپرېشن سنټر ۲۴ ساعته فعال دی او خلک کولی شي د هر ډول مرستې او معلوماتو لپاره له  ویړیا اړیکې لارې   هيلپ لاين 1700 سره اړيکه ونيسي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *